دا د ښار د جادوګرو دم کې ګېر دی
ځکه هر یو کلیوال د سره تېر دی
زه د داسې یوصدف غېږ کې پیدا یم
چې بیخي ترینه نازکه خول چاپېر دی
قافلې ټول کوه قاف دی په شا کړی
دا د هریو لاروي چې مات کوشېر دی
دا پــــــــــــــــــــــریوتی د دنیا د نظرونو
دا ښاغلی دی چې تل زړه ته راتېر دی
مصر نه دی خو شلیدلی لمن ګرځي
یو ظفردی چې په داسې خلکو شمېر دی
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه