دتحريك نفاذشريعت محمدي مشر د سوات د طالبانو له مشر سره د خبرو اترو دپاره سوات ته روان سو
دتحريك نفاذشريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد د يوه اوږده كاروان په بدرګه كې له تېمرګرې څخه د سوات پر لور روان سوى دى
نوموړى به هلته د سيميزو طالب جنګياليوله مشر څوك چې د ده زوم هم دى مولانا فضل الله سره په سوات كې دوسلې پر مځكه ښولو او په دغه سيمه كې د امن راوستلو پر سرليك خبري كوي
مولانا صوفي محمدتېره ورځ په مالاكنډ كې د پښتونخوا ايالت له واكمنو سره په دغه سيمه كې د شريعت نافذ ولو پر يوه ترحه لاس ليك وكړ
د يادوني وړ ده چې د سيمي زياتره سياستوال او دژوند د نورو برخو سره تړلي خلك له دې كار سره مخالف دي او نظر لري چې دمولانا صوفي محمداو پښتونخوا ايالتي واكمنو تر منځ به دا پرېكړه د دې سبب وګرځي چې په قبايلي سيمو كې وسله وال لا پسې قوي او د سيمې د خلكو په وړاندي يو ستر ګواښ ورګرځي