د هېواد يو شمېر منليو فرهنګيانو د لغمان ولايت د فرهنګ له رياست نه ليدنه وکړه ٠
لومړی دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر ښاغلي انځور ،او بيا دکابل پوهنتون استاد او د امن د جرګې مرستيال ښاغلي يون او دښاغلي ولس مشر صلاحکارښاغلي بهرامي د نوموړي رياست نوي ټاکل شوي مشر ته لومړی مبارکي اوبيا يې په فرهنګي چارو کې دلا برياليتوب اړينې مشورې ورکړې .
تيره اوونۍ ځوان ليکوال او د ختيځ خپرونۍ مشر الحاج عبدالوکيل اټک د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست د ريس په توګه خپله دنده پيل کړه .