کور / تازه خبرونه / کندهار : پنځه ملکی وګړی په چاودنه کی وژل شوی.

کندهار : پنځه ملکی وګړی په چاودنه کی وژل شوی.

د کندهار او ترین کوت ترمنځ په غزیدلی سرک نن د غرمی د مخه په یوه عراده موتړ د سرک دغاړی چاودنه را منځته شوه  چی په پایله کی پنځه ملکی کسان وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.


محمد ګلاب د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانی د جنایی جرایمو آمر وویل: یوه عراده د ملکی خلکو موټر د نیش ولسوالی نه مخ په ترین کوت را روا ن وه چی د چاودنی سره مخ شول ،د ګلاب په وینا پنځه جسدونه او یو ټپی د ترین کوت په شفاخانی ته انتقال شوی.


خو په ارزګان کی بیا چارواکی وایی پنځه وژل شوی او یو ټپی د افغان بیسم د مخابراتی شرکت تخنیکی کارکونکی دی چی د نیش ولسوالی د تناوچی په سیمه کی د یوه نوی آنتن د جوړیدو له پاره تللی وه چی د دوی په موټر چاودنه رامنځ شوه اوپنځه کسه یی و ژل شوی.