په ميدان وردګ ولايت كښي دملي پيوستون دپروګرام له لارې (۷) اوه پروژې د څلورو ميليونو افغانيو په لګښټ ګټې اخيستنې ته چمتو شوي .
دميدان وردګ ولايت په مركز ميدانښار كې دكليوپراختيا وزارت په بودجه دملي پيوستون دپروګرام له مخې د (۴۲۹۸۹۳۹)ميليونو افغانيوپه لګښت (۷) بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته چمتوشوي .
په دغه اوو (۷) پروژو كې د اوبو دبريښنا۷.۵ كيلوواټه،دوه كانالونه ۱۵۰ مترو په اوږدوالي،(۵۰) كيلوواټه ډيزلې بريښنا،يوكيلومتره سړك كريړ اچولوپروژه،د(۳۰) متروپه اوږدوالې دبندجوړولوپروژه ،دپخلنځي پروژه او دغونډو اوجرګو دوه خونې شاملې دي چې دكليو پراختيا وزارت د (۴۲۹۸۹۳۹) ميليونو په مالي لګښت دملي پيوستون دپروګرام له لارې او دخلكو په سلوكې لس فيصده ونډې اخيستنې سره د سويډن مرستندويه موسسي لخوا ګټې اخيستنې ته چمتو شوى چې دميدان وردګ ولايت دميدانښار د (۱۰۰۰) زرو كورنيو په شااوخواكې به ترې ګټه واخلي.