زيرئ ، زيرئ ، زيرئ
د استاد خدمتګار سره يو ماښام
په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير او سلام فرهنګي ټولني په نوښت ،د افغاني کلتور نوميالي خدمتګار سرمحقق عبدالله بختاني د علمي – کلتوري خدمتونو څيړنغونډه جوړيږي .
په غونډه کي د ښاغلي سر محقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار دعلمي شخصيت درناوی اود هغه پر ادبي تخليق او شعري سبک به څيړنيزي مقالې او ويناوي واورول سي . غونډه دوې برخي لري :
لومړۍ : علمي برخه :
د استاد سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار پر اثارو ښاغلي پوهان :
١ : داکتر شيرولي شير
٢ : استاد حبيب الله رفيع
٣ : داکتر طارق رشاد
٤ : کره کتونکۍ زرين انځور
٥ : پوهنوال رسول باوري
او شمير نور ، خپلي څيړنيزي ليکني او ويناوي اوروي .
دوهمه برخه :مشاعره او ټنګ ټکور
دوهمه : سندريزي وږمې
الحاج استاد عبدالرحمن رحماني د افغاني موسيقي برلاسۍ استاد او په افغانستان او سيمي کي منلۍ او نامي صوفي د طرب او خرابات يار ، په خپل ښکلي اواز سره زموږ محفل ته وياړ را بخښي .
نېټه او مهال
د ٢٠٠٧ ميلادي کال د اکتوبرمياشتي ٢٧ اوه ويشتمه نېټه
د شنبې ورځ د مازيګر څلور بجې
د اړتيا پر وخت لاندي تليفون شميرو سره اړيکي ونيسۍ :
003268665550 – 0032495614551 – 0032497101683
پته : Rue de la fosse,60 – 7810 Maffle – Belgique