محمد سعید په کال ۱۳۰۰هجری شمسی ( 1922 میلادی ) کی د لغمان ولایت د خیر آباد په کلی کی ژونــد ته سترګی پرانیستی ، هغه د خپل د پـلار مولانا غازی عبدالمجید « رحمهّ الله علیه » چه د خـپل وخـت له مشهور مجاهدو ، مــدرسانو او هــم د لغمان ولایت د تیګړو د ښار د جامع جــومات خطیب او د قادری طریقی د مشهورو ماذونانو څخه و ، او هـم د نــورو مخـورو روحانیونو نه څخه ، خپلی لو مړنی زده کـړی وکړی او هملته ښایسته ښه مـلا شو .
وروسته بیا محمد سعید د کابل د عــربی دارالعلــوم ته شامـل شــو ، کله چه په ۱۳۲۵هجری شمسی کال دغــی مدرسی نه فارغـــیده او په سریی د مولوی توب پکړی و تـــړله شوه ، د خـارق الـعاده استعداد په اساس سمدستی همـــد لته د استاد په حیــث ( کادر علمی ) مقــرر شو ، او بــیا د ننګرهــار د نجم المدارس د مدیر په حیث و ټاکـل شو . یو څه مـــوده د پوهنی او روزنی د وزارت د مسلکی تدریساتو غـــړی شو او بیا بیرته د نجم المــدارس مــدیر او وروسته د حبیبیی لیسی ته د دینی علومو ښوونکی په حیث را بدل شو .
سعید افــغانی پـه ۱۳۴۲هجــری شمسی کـال مصــر ته ولاړ او تــر ۱۳۴۷ هجـری شمسی کــاله پـــوری په « جامة الازهر » کښي د فلسفی او الهیاتو په زده کــړه بوخت و ، او څه مـوده په قـاهره کی د پښتو رادیو یی خپرونو نطاق او آمـر هم و .
سعید افــغانی همدلته یی د هیواد تاریخ نړیوالو او عربی نړی ته پراخه ور مـعرفی کـړ او خپله یی هم د عربی نړی له هغو آثــارو څخه چی د افغانستان او افغــانی شخصیتو نو په هکله لیکل شوی وو خپلی تاریخی څیړنی مخته بو تلی ، ده په ( پښتو دری او عربی ) ژبو آثار ولیکل او په هـغو دوو مشهورو آثار و سره چی د سید جمال الدین افغـــان او خواجه عبدالله انصـــار په هکله یی په عــربی ژبه ولیکل دغـو دو ځانګړو افغانی شخصیتونو ته چی یویی د سیاست او فلسفی د ډګــر وتلی شخصیت و او بل یی په تصـوف کــی ځانکړی مقام در لود تلپاتی والی و با ښه . وپه خاص ډول هغه د اسلام دیـن چه د « عشق ، محبت ، عاطفی ، صلح او سلم » پر بنیاد ؛ اسمانی دین دی ، بشریت ته ور معرفی کـړ .
سعید افغانی د خدای استعداد په اساس په څلورنیمو کالو کي د الازهر پو هنتون څخه « لیسانس ، ماستری و دوکتورا ) واخسته او وطن ته راستون شو ، نو لومړی د عالی دارالمعلمین د استاد په ټوګه دنده تر سره کړه او بیا ورسته د کابل پولی تخنیک ته ولاړ .
د هغه ملی ، ټولنیز ، عدالت خوښونکی شخصیت هغه وخت ښه و ځلید چی دی د کابل پوهنتـون او کابل پولی تخنیک ته عمــدتآ د تـاریخ د استاد په توګه راغــی ، او د وخت د محصلانو او استادانو د دموکراتیکو مبارزو له لړی سره د خــپل دینی او مذهبی مقام له ساتلو سره سم یو ځای شو او همـدلته د کابل پوهنتون د استادانو له خـوا دهغه وخت داستادانو د اتحادیی غـړی او بیا د عـالی شورا د مـرستیال په توګه انتخاب شــــو .
واقعیت دادی چی د روحانیت په مقام کی د علامه سعید افغانی ، په څیر مونږ ډیر کم شخصیتونه پیژنو ؛ ځکه دی هم عالم و هم روحانی ، هم ملا و او هـم خطیب ، هـم سیاست مـدارو او هم پخپله لیاره کی ریښتنی ، هم په فلسفه کی وارد و او هم په الهیاتو کی، ده هم په دینی علوم کی لاس درلوده او هم په اجتماعی علوموکی ، دی هـم محقق وو او هـم ژورنالیست ، لنډه دا چی دی خپل رولیی د یـو واقـعی افغان او واقعی مسلمان په حیث په نړیواله سطح کی ولو با وه ، او هم پیشقدم وو . چه له هغه نه مونږ ته « ۳۷ ودیرش » کتابونه او د دوه زرونه زیات مذهبی ، فلسفی ، تصوفی ، اجتماعی و ادبـی مقـالی پاتی دی .
عـلامه سعید افغانی د ۱۳۶۴ د حوت په او ومــه « د ۱۹۸۵د فبروری ۲۵ مه » د افغانستان د طـبی علـومو اکـــادمی په رغتون کښی ؛ مهـربان ، خـواخوږی او تپــاند زړه و دریـــد او په سبایی په کــابل کښی ، د جــابرانصار « علیه الرحمة » د مـزار تــر څنګ ، د شهــدای صالحیـن په هــدیره کښی په درنـاوی خـاوروته و سپارل شـو .
« روح دی ښاد وی »
د افغان ستراتیژیک څړنی مرکز
د فبروری میاشت ، د ۲۰۰۹ میلادی ــ کال