کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راځئ په اسلامي نړۍ کښي ښوونه او روزنه وهڅوو

راځئ په اسلامي نړۍ کښي ښوونه او روزنه وهڅوو

دا څو سوه کاله وشول چې مسلمانان د کمزورۍ او ناکامۍ سره مخ دی. تل ماتې خوري او ملامتي په نورو اچوي. هر څوک چې زورور وي ظلم کوي اوځکه پر مسلمانانو ظلم کیږي، خو ایا مسلمانان له څانه هم پوښتنه کوي چې د ماتو اصلي سبب یې څه دي؟


د نورو سببونو په څنګ کې یو مهم سبب ښوونې او روزنې ته د مسلمانانویې پامي ده. د نړۍ د مشرۍ له پاره د ځان د مستحق ګڼلو د لویې دعوې په صورت کې باید مسلمانان ټولې نړۍ ته دلاپو او تهدید پر ځای د امن، ورورۍ او سکون د یو ممکن نظام ډاډ ورکړي، او تر ټولو مخکې باید د خپلو ناکامیو سببونه وڅیړي او حل لارې ورته پیدا کړي.


لاندې حقایقو ته ځیر شۍ، چې په ډیر لوړ غږ ناری وهي، خو که تاسو یې اوریدای شۍ، دا حالت په افغانستان کې تر نورو اسلامي هیوادونو هم بد تر دی چې لا ډیرې توجه ته اړتیا لري: 
 


د موګرافیک معلومات:


د نړۍ د یهودانو شمیر: ۱۴ میلیونه دی: ۷ په امریکا کې، ۵ په اسیا کی، ۲ په اروپا کې، یو لک په افریقا کې.


د نړۍ د مسلمانانو شمیر ۱۵۰۰ میلیونه دی: ۱۰۰۰ میلیونه په اسیا کې، ۴۰۰ میلیونه په افریقا کې، ۴۴ میلیونه په اروپا کې، ۶ میلیونه په امریکا کې. د نړۍ هر پنځم وګړی مسلمان دی. د هر هندو په بدل کې دوه، د هر بودایي په مقابل کې دوه، او د هر یهودي په مقابل کې ۱۰۷  تنه مسلمانان په نړۍ کې ژوند کوي.


خو اوس هم ۱۴ میلیونه یهودان تر ۱۵۰۰ میلیونه مسلمانانو ډیر پیاوړي دي. ولې؟ دلته ځینې دلایل موجود دي: 
 


د اوسني تاریخ ځینې بدلوونکي: البرټ انشټاین، زیګموند فرایډ، کارل مارکس، پاول سامویلسون، ویلسون فریډمن ټول یهودان وو.


ځینې ٍطبي پوهان لکه د واکسین عالم بنخامین روبین، د پولیو د واکسین عالم جان سالک، د لیوکیمیا د درمل کاشف ګیرټروډ ایلیون، د هیپاټایټیس ب کاشف باروک بلمبرګ، د عصبي – عضلي مسایلو عالم ایلای مکنیکوف، د سفلیس درملو کاشف پاول اهلریک، د اندوکرینولوژي عالم اندریو سکالي، د د شناختي درملنې کاشف ارون بیک، د کنټراسپټیف ګولیو کاشف جورج پنکس،د سترګو په باب د نوو معلوماتو عالم ګ. والډ، د امبریولوژي عالم سټانلي کوهن، د پښتورګو د ډیالیز عالم ویلین کوفکین ټول یهودان وو. 
 


د نوبل جایزې وړونکي:


په تیرو ۱۵۰ کلونو کې ۱۴ میلیونه یهودانو د نوبل ۱۸۰ جایزې ګټلي دي، په داسې حال کې چې ۱۵۰۰ میلیونه مسلمانانو ۳ جایزې ګټلي دي.   
 


ځینې کشقونه چې نړۍ یې بدله کړه:


مایکرو پروسستګ چیف: سټانلي میزور، د هستوي ځنځیر ریاکتور: لیوسزیلانډ، اپتیک فایبرکیبل: پیتر شولټز، د ټراقیک څراغونه: چارلز اډلر، یې زنګه فولاد: بینو سټراوس، اواز لرونکې سینیما: اساډور کیسي، ټلیفوني میکروفون: امایل بیرنر، ویډیو ټایپ ریکارډر: چارلس جینسبرګ


دا ټول کشفونه یهودانو کړي دي. 
 


د نړۍ ځینې اغیزمن تجارتونه، د نړې زیاتره سیاسي او علمي سټې، د نړیوالو مهمو رسنیو مالکان او د ډیرو ستزو نړیوالو خیریه موسسو مشران هم یهودان دي. چې د ستړیا د مخنیوي له امله یې د نومونو څخه ډډه کوو. 
 


خو پوښتنه داده چې دوی ولې پیاوړي دي؟ او ولې مسلمانان کمزوري دي؟ ددې ډیر دلایل دي. مسلمانانو د پوهې د خپلولو وړتیا له لاسه ورکړې ده. په ټولو اسلامي (۵۷) هیوادونو کې تر ۵۰۰ کم پوهنتونونه دي په داسې حال کې چې یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۵۸۵۸ او په هند کې ۸۴۰۷ پوهنتونونه موجود دي. د اسلامي نړۍ یو پوهنتون هم د ددرجۍ له مخې د لومړیو ۵۰۰ پوهنتونو په ډله کې نه راځي.


 


په عیسوي او اسلامي هیوادونو کې د پوهنې یوه پرتلنه:






























اندازه


عیسوي هیوادونه


اسلامي هیوادونه


د سواد کچه


په عمومي ډول


او په ۱۵هیوادونو کې


 
۹۰٪


۱۰۰٪


 
 
۴۰٪


د لومړنیو زده کړو کچه


۹۸٪


۵۰٪


په یو میلیون وګړو د پوهانو شمیر


۵۰۰۰ (په امریکا کې)


۲۳۰


په یو میلیون وګړو د ټکنشنانو شمیر


۱۰۰۰


۵۰ (په ټولو عریي هیوادونو کې)


په علمي څیړنو د عمومي عاید د لګولو سلنه


۵٪


۰۲٪


 
 


پایله:


مسلمانانو د پوهې د خپلولو وړتیا له لاسه ورکړې ده. د پوهې د خپرولو یوه لار رسنۍ دي: په پاکستان کې په هرو ۱۰۰۰۰۰۰ کسانو ۲۳ ورځپاڼې، په سنګاپور کې ۴۶۰ ، چاپیږي. په بریتانیا کې د هرو میلیونو په سر ۲۰۰۰ عنوانه کتابونه چاپیږي او په مصز کې ۱۷.  
 


بله پایله:


مسلمانه نړۍ پدې کې ناکامه شوې ده چۍ پوهه خپره کړي. 
 


د پوهې نه پلي کول یوه بله ازموینه ده:


د پاکستان د high tech صادرات .، ۹ ۰.، د سعودي ۰۲ ، د مراکش، کویت او الجیریا ۰۳ او د سینګاپور ۶۸ دی: 
 


بله پایله:


مسلمانه نړۍ پدې کې ناکامه شوې ده چۍ پوهه پلي کړي.


نو ستاسې نتیجه څه ده؟


اړتیا نشته چې وویل شي، ارقام پخپله په ډیر لوړ غږ خبرې کوي، خو که موږ یې اوریدای شو. 
 


زموږ مشوره:


لطفا خپل ځان او خپل ماشومان تعلیم یافته کړﺉ.


تل پوهنه وهڅوﺉ او په پوهنه معامله مه کوﺉ (تر پوهنې بل هیڅ شی غوره مه ګڼۍ).


لطفا د خپلو ماشومانو د ښوونې ډیره وړه ناسمې هم بې ارزښته مه ګڼۍ.


موږ د نړې تر ټولو لوی او پیاوړی ملت یو، یوازې اړتیا لرو چې ځان وپیژنو، خيل پوټنشیل او خپل نوښت وپیژنو.


راویښ شۍ، مسلمانانو، لا ناوخته نه دی.