زمونږ د در په دره قام غمخموره !
منو چې تا د زړه په وينو باندې
ددې ناترسه وخت په توره غېږ كې
زمونږ خوارانو د تيارې جونګړې
دغه نيمژاوندې ډېوه
د مرګ له كومې څخه بچ ساتله
خو ګوره ګرانه ! مجبوري ده چې اوس
ستا په مرۍ باندې چاړه تېروو
مونږ پښتانه يو پښتانه يادېږو
زمونږ دستور داسې دى
زمونږ فطرت داسې دى
مونږ ته لګېږي ترسهاره شمعه
ځان سوځوي ـ ځان ويلوي ـ خو مونږ روښانه ساتي
خو چې زمونږ مطلب پرستو ترې پوره شه مطلب
نو
په موسكو شونډو يې په منډه منډه خوا ته ورشو
د ويلي شوي زړه په سپين ټوكر يې
د تل د پاره زنه ټينګه تړو
ګوره خفه چې نشې
زمونږ د كلي دا پښتون اسمان هم
زمونږ په رنګه په پښتو ولاړ دى
د هرې ورځې په وروستۍ برخه كې
دى د شفق په وينو سره لاسونه
كړي را اوږده او پرې زرنې وړانګې
د رڼا سپينې مرمرينې وړانګې
چې درته ورځ مو له تيارو نه ژغوري
د مخامخ غره په دا لوړه څوكه
تر مرۍ نيسي او يوه ـ يوه بيا
زيندۍ كوي د لمر په دار مازديګر