کور / تازه خبرونه / كابل اوننګرهار كې دروسانو دماتې ورځ ولمانځل شوه.

كابل اوننګرهار كې دروسانو دماتې ورځ ولمانځل شوه.

شل كاله وړاندې په دغه نېټه سرې لښكرې له افغانستان څخه په ماتې ووتې .
دنولس سوه نهه اتيا يم زيږديز كال دفبرورى په څوارلسمه دروسيي وروستى عسكر جنرال گروموف له افغانستانه ووت . افغانان هر كال دسلواغې شپږويشتمه دروسي عسكرو د ماتې او د افغانانو د بري دورځې په توګه لمانځي
ډيری هېوادوال دافغانسنان د درې لسيزو ناورين لامل پردغه هېواد دروس يرغل بولي.
په دغه يرغل كې شاوخوا دوه ميلونه افغانانو خپل ژوند له لاسه وركړ اوپه سل ګونو يې اوس هم ژوندي ورك دي
دغه راز په ختيځ ولايت ننګرهار كې په افغانستان كې د روسانو د ماتې ورځ ولمانځل شوه.
پدغه غونډه كې ځايي دولتي چارواكو، جهادي مشرانو او سيمه ايزو اوسيدونكو برخه لرله.