په كابل كي د چهارشنبي د ورځي خونړيو پيښو اود محترم كرزي د بي كفايته ادارې دامنيتي تدابيرو په هكله
نيټه ۱۳ / ۲ / ۲۰۰۹
د افغانستان پلازميني كابل ښاردچهارشنبي دورځي دفبروري د۱۱نيټي دځانمرګي بريدونوپه هكله بايد وويل شي چى دافغنستان وسله وال پوځ(ملى اردو،ملى پوليس، ملى امنيت) دجمهوري رياست د دروازي په خوله كي ونشوكولاي دطالبانود تروريستي او انتحاري حملو مخه ونيسي .
كه چيري د نړي په نورو هيوادونو كي داسي پيښو ته كتني وشي د تروريستي عملونوپه سرته رسيدو سره دهغه هيوادونو دكورنيوچارو وزيران ،دپوليسومشران او داسي نور امنيتي مسؤلين د ډله ايزو رسنيو دلاري خپلي استعفاوي وړاندي كوي اود خپلوخلكوڅخه بخښنه غواړي چي وئي نشوكولاي دخپلو خلكو امنيت ټينګ كړي ،اوحتي په ځينوهيوادونو كي امنيتي مـسؤلين څارنواليو ته معرفي كيږي ،خود افغانستان اسلامي جمهوريت امنيتي مسؤلين ددي پرځاي چي خپلي دندي سرته ورسوي دپيښودسرته رسيدو دمخه هغه كشف او خنثي كړي ،د پيښي دسرته رسيدو سره د ډله ايزورسنيو مخى ته راووزي اود بررسي دمخه اعلان كړي چي پدي پيښه كي د بهرنيو هيوادونو لاس دي ،دمثال په ډول دكابل په ښار كي د پرونيو پيښو په باب چي دملي امنيت مشر سمدلاسه اعلان وكړچي دا تروريستي عمل په پاكستان كي پلان شوي دي لكه څرنګه چي يومتل دى دخپل بام واورۍ د بل چاپربام ورواچوي اوخپل مسؤليت سرته ورسوي،دهيواد جمهور رئيس هم سمدستي مسؤلين راوغواړي اود پيښي دبررسي لپاره كميسون وټاكل شي وروسته د كميسون دكار اوفعاليت په باب هيوادوالو ته هيڅ ډول رپوټ نه وركول كيږي د ۱۳۸۷ كال دثور په مياشت كي د جشن مراسم سره لدي چي ډير ستر اميتي تدابير نيول شوي وه پدي امنيتي تدابيروكي نه تنها زموږ ملي پوځ شامل وه ،بلكي بهرنيوقواوهم برخه لرله دڅوتنو پواسطه دغه مراسم ګډوډ اود څو ډزو په اوريدوسره دهيوادجمهور رئيس څخه نيولي وزيرانو،اولوړپوړوچارواكو اوسرتيرو ټولوپرمخه دچالانوټلويزونونوكمرو پرمخ په تيښته پيل وكړاوخپلي پښي ئي سپكي كړي چي داعمل زموږ په تاريخ كي ندي تيرشوي ،نه دملي دفاع وزير،نه دكورنيوچارووزيراونه دملي امنيت مشرنه تنها د دندوڅخه ګوښه نشول دپارلمان غونډي ته تنها ور وغوښتل شول اوداسي وښودل شوه چي دوي ښاغلوخپلي دندي ډيري ښي ترسره كړي ،خوپدي بيښه كي دبهرنيو دښمنانو لاس وه په همدي خاطر دجشن مراسم ګډوډ شول ،دهمدي پيښي څخه لږه وخت وروسته دكابل ښارسويلي (جنوبي )برخي د ګذرګاه په سيمه كي دامنيتي ادارو لخوا داسي لوبه پيل شوه چي دكابل ښارته دښمنانواو تروريستانو لويه ډله راننوتي ده اودهغوي په وړاندي دوه ورځني عمليات روان وه پدي عملياتو كي دخفيفي سلاح څخه نيولي بياترثقيلي سلاح پوري وكاريدلي دعملياتو په پاي كي اعلان شوه چي د دري تنو تروريستانو مړي چي په هغومړو كي ديوي ښځي مړي وه، په لاس راغلي اونوردښمنان په تيښته بريالي شوي دي غرئي په پر پټ كړ اود كابل ښاريانواودهيواد اوسيدونكو ته داسي وښودل شوه چي كه موږ نه و نوتاسي به د ترورسيتانواوبهرنيو دښمنانو دلاسه ارام ژوند ونكړي،په همدي ډول د كورنيوچارو په دروازه كي انتحاري حمله ولي دكورنيوچارو دپخواني وزيرڅخه هيچا پوښتنه ونكړه اونه څوك د دندي څخه ګوښه شو،دهند دسفارت په دروازه كي انتحاري حمله ،څه موده وړاندي دجرمني دسفارت ترڅنګ حمله اوداسي نورو ډيرو پيښو څخه اوكه ټولي پيښي راواخلو خوفكرنه كووم چي په يوكتاب كي هم ځاي شي.په هيواد كي اوپه خاص ډول دكابل په ښاركي دهري ورځي په تيريدوسره امنيتي حالاتودخرابيدو اود راتلونكوټولټاكنو دتبليغاتي كمپاين په نتيجه كي دوزيرانو په شوراكي تغيرات رامينځ ته شول ،پدي تغيراتو كي دهيواد اوكابل په ښار كي د امنيت دخرابيدو له امله د كورنيوچاروپخواني وزيرد دندي څخه ګوښه او پرځاي دكورنيوچارو نوي وزير وټاكل شو، نه تنها دپخواني وزير څخه د امنيت دخرابوالي په نتيجه كي پوښتنه ونشوه هغه د غازي وزير محمد اكبرخان په سترمډال ووياړل شواو بيا هم وزير په توګه ټاكل كيږي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت مشرڅو ورځي وړاندي په جرمني كي دنړيوال امنيت په غونډه كي دتيرپه شان يوځل بيا د طالبانودهغي برخي سره چي دافغنستان اساسي قانون مني دشرط په ټاكلوسره د روغي جوړي وړانديز وكړپه همدي ډول ئي پخوا هم د ډله ايزو رسنيو دلاري حتي د طالبانو اود اسلامي ګوند دمشرانوكه چيري دوي دسولي خبروته حاضر شې دې به ئي امنيت تضمين كړي ،ولي دتل لپاره دطالبانو لخود افغانستان د دولت له طرفه دسولي دخبروړانديزونه رد شوي او داسي ځواب ئي وركړي چي لومړي دي جمهور رئيس دخپل ځان امنيت تضمين كړي دطالبانو مشران دامنيت ضرورت نلري اودهغوي دخبرو دثبوت لپاره په كابل كي دتيري ورځي حملي ښه مثال كيداي شي، داځل به وګوروچي ښاغلي حامد كرزې دكابل ښار دوروستيوپيښو چي دجمهوري رياست په دروازه كي رامينځ ته شوي دكابل ښاريانواوهيوادوالو ته څه ځواب وركوي بيا به هم دپخوا په شان دكميسون په جوړيدو دخلكوپرمخ خاوري ور وشيندي او كه داځل به دامنيتي ادارو اوپه خاص ډول د ملي امنيت د اداري د مسؤلينو څخه قانوني پوښتنه وكړي لكه څرنګه چي دهمدي اداري مشرپخپله اعلان وكړچي دوي د داسي ترورسيتي او انتحاري حملو په هكله اطلاعات درلود ،خو ولي دوي ونشوكولاي چي ددي حملو مخنيوي وكړي ،ددي سره
ډيري پوښتني رامينځ ته كيږي چي دنورټولو ولايتونو په پرتله دهيواد په پلازمينه كي امنيتي اداري په څه بوختي دي ، دكابل ګارنيزون اود دكابل ښارته دننوتلو او وتلو دروازو مسؤلين چيري اوپه څه شي مصروف وه چي دا لويه ډله ترورسيتان د مختلفووسلو،مهماتو او بمونوسره دكابل ښار ته راننوتله ،موږ به د هغوډلوپه هكله چي دهيواد اوسيدونكي اونړيواله ټولنه ناري وهي چي دښاغلي حامد كرزى داداري لوړ پوړي چارواكي دمخدره توكو په كار اوبار،اداري فساد،دولتي شتمنيوپه لوټونه اود بهرنيوهيوادونودمرستو په تالان كي لاس لري څه نه وايو، نو داسي معلوميږي چي د ښاغلي د اداري او په خاص ډول دملي امنيت د اداري كاركونكي په ترورسيتي اعمالو كي هم لاس لري چي د اطلاعاتو په لرلوسره ئي ونه غوښتل دچهارشنبي د ورځي د حملو مخه ونيسي.
د تيرو پيښو په پرتله فكر كيږي چي داځل به هم محترم حامدكرزى د افغانستان داسلامى جمهوريت مشر هيڅ غوڅ عمل ونكړي اود هغي علت دادي چي دافغانستان ټولنه بي وزلي او بي سواده ده ځكه د هيواد په كچه د ښاغلي كرزى په نظر كه دملي امنيت ، ملي دفاع ،كورنيوچارو ، څارنواليواومحاكموپه اداروكي تغيرات رامينځ ته كړي دي به دلري شويو مسؤلينو پرځاي څوك وټاكي ،په افغانستان كي (۳۴) ولايتونه دي اود وزيرانو شورا كي نه پوهيږم چي څو وزارتونه تشكيل لري ديوه وزارت څخه بل وزارت ته ، د يو ولايت څخه بل ولايت ته د وزيراو والي په توګه ، ديو ولايت څخه دپوليسوقوماندان بل ولايت ته ،دا لوبه اوڅرخ لكه د هرټ كوهي په شان همداسي دوران لري په افغانستان كي نور په وطن زړه خوږي اومسلكي كادرونه نه پيداكيږي هغه پدي خاطر چي همدا محدود اشخاص
او افراد دي چي دبهرنيو هيوادو د مختلفو ادارو پوري تړلي اود هغوي په چوپړكي دي اوهمدوي بايد د ژوند ترپايه د وزارتونو، ولايتونو اوقوماندانيو په څوكيو كي دندي تر سره كړي .
په داسي حال كي چي زموږ په هيواد كي په امنيتي برخه كي د( وسله وال پوځ په مختلفو څانګو )كي ډيرغښتلي اومسلكي كادرونه موجود دي دكورنيوچارو،ملي دفاع اوملي امنيت په ادارو كي دريفورمونو په نوم د دندو څخه
څخه ګوښه اوپه كورونو كي كښينول شو ،دهغو پرځاي داسي اشخاص او افراد دامنيتي ادارو په څانګوكي وټاكل
شوچي حتي د امنيت دكلمي په معني اومفهوم نه پوهيږي ،دوي يواځي د ډلوټپلو پوري تړلي اشخاص دي كه چيري خداي ناخواسته محترم جمهور رئيس د دوي دليري كولو پريكړه كوي نوبيا به ددوي كورني اوبهرني بادران خفه اود افغانستان سره به دخپلو مرستو لړي پري كړي .