نن پنجشنبه د سلواغي ۲۴ مه د پكتيا مركز ګرديز كي د ولسوالانو او د ولسواليو پرمختيايي شوراګانو مشرانو لپاره دري ورځنۍ د ولايتي پرمختيايي پلان وركشاپ پاي ته ورسيد.
دا وركشاپ چي په دريم وار پلي كيږي ، په دي كي د ولسوالانو موخي ، پرمختيايي پلانونه ، د سكتورنو دنده او د ولسواليو د پرمختيايي شوراګانو داستازو دندي ورته په ګوته كوي .
د وركشاپ پاي غونډه كي سلاكار وزير او د پكتيا والي جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه او په برخه والو يي سرتفكيتونه وويشل .
پكتيا والي دا وركشاپونه با ارزښته وبلل او د USAID او LGCD پروګرام له چارواكو څخه يي مننه وكړه چي د داسي پروګرامونو په تنظيم كي د افغانستان له دولت سره مرسته كوي .
ګلاب شاه درزمت ولسوال چي يو له ګډونوالو څخه وو وي ويل : دا وركشاپ زمونږ لپاره روزنيز وو او مونږ كولاي شوو له دي معلوماتو چي تر لاسه كړي مو دي په خپلو ورځنيو چارو كي استفاده وكړو.
د يادوني وړ ده چي د ښاغلي همدرد په ماموريت كي ولسوالانو او د اداراتو رئيسانو ته روزنيز وركشاپونه وركول كي ، چي د ولسوالانو لپاره دا دريم وري ورځنۍ وركشاپ وو .