پاکستاني مطبوعاتو راپور ورکړئ چي د پاکستاني طالبانو مشرانو تصميم نيولى چي په درۀ ادم خېل او صوات کي د پاکستاني پوځ د عملياتو په ځواب کي خپل جنگيالي د هيواد پلازمېنې ته واستوي.
په اسلام اباد کي مېشته ديني علماوو هم د طالبانو له لوري ځيني پيغامونه تر لاسه کړي چي په کي ويل سوي “تاسي علماء دوه انتخابه لرئ، يو دا چي زموږ ملاتړ وکړئ او بل دا چي پلازمېنه پرېږدئ که نه د آصف علي زرداري په مشرۍ د دولت ملاتړي به وشمېرل سئ چي د مشرف د رژيم په څېر د امريکا ملاتړ کوي”.
دا هم حيرانوونکي ده چي د صوات او باجوړ طالبانو د ځينو هغو ديني او جهادي مشرانو نومونه په خپل تور لست کي شامل کړي چي نۀ غواړي په پاکستان کي د خپل پوځ پر وړاندې جگړه وکړي. طالبانو د لشکر طيبه، حرکت المجاهدين او حزب المجاهدين ځيني مشران په دې تورن کړي چي د پاکستاني پوځ پر وړاندې جنگېدونکي ځوانان له جنگېدلو منع کوي. دوى دغه ډلې “پاکستان پلوې” جهادي ډلې بللي او دوى يې هم د خپلو دښمنانو په ډله کي راوستې دي.
د طالبانو په لست کي مولوي نذير د جنوبي وزيرستان، حافظ گل بهادر د شمالي وزيرستان، حافظ محمد سعيد، مولانا فاروق کشميري او سيد صلاح الدين هم شامل دي.
په مهمند ايجنسۍ کي د طالبانو يو بل مشر مولي عمر خالد د لشکر طيبه ډلې جنگياليو ته چې د پاکستان حکومت بنديز پرې لگولى امر کړئ چي سيمه پرېږدي که نه و به وژل سي، نوموړې ادعا کړې چي دغه جنگيالي يوازي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پر خلاف جگړې او يا هم د هند خلاف جگړې ته لېواله دي، دا په دې مانا چي دوى په پاکستان کي يو اسلامي نظام نۀ غواړي.
له هغه وروسته چي دولت په صوات او دره ادم خېل کي د طالبانو پر خلاف درانه گامونه واخيستل ځايي طالبانو يې په ځواب کي يو پولنډى انجينر وواژه، ځيني سرچينې وايي چي حکومت د پولينډي انجينر د را خلاصېدو په بدل کي د ځينو طالبي بنديانو په خوشې کېدلو راضي سوى وو خو د امريکا تر فشار لاندې يې پرېکړه و نه سوه کړلاى.
وړاندې له دې په ٢٠٠٧ کال کي د خپل يو ديپلومات طارق عزيزالدين او يوه پوځي د راخوشې کېدو په بدل ځيني طالبان له بنده خوشې کړي وو چي په پايله کي يې د پاکستان حکومت د امريکا له سختو نيوکو سره مخ سوى وو.