د عوامي نشنل پارټۍ پر يوه مخكښ او د ايالتي اسمبلۍ غړي عالمزېب خان چاودنه سوې
د شمالي پښتونخوا په مركزي ښار پېښور كې د عوامي نشنل پارټۍ پر يوه مخكښ او د ايالتي اسمبلۍ غړي عالمزېب خان چاودنه سوې چې د هغه په شمول نهه تنه په كې ټپي سوي دي
چاودنه د پېښور ښار د مومن ټاؤن د دله زاك روډ په سيمه كې هغه مهال سوې ده چې عالمزېب خان د يوې لېسې د پرانستنې دستورې ته روان و
د روغتون د چارواكو له خولې ويل سوي چې په ټپي سويو نهه كسانو كې د شپږو تنو روغتيايي وضعه ښه نه ده چې په خپله عالمزېب خان هم په كښې دى
د چاودنې د څرنګوالي په باب تر اوسه لا څه نه دي ويل سوي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه