د كندهار امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په دامان ولسوالۍ كې پينځه ويشت جريبه د كوكنارو كښت له منځه يووړ.
پوليس او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د رياست مسولين پر دې ټينګار كوي چې د كندهار ولايت په ټولو سيمو كې به په ورته توګه د ټولو نشه يي توكو كښتونه له منځه وړي او عاملينو ته به يي د قانون سره سم سزاوركول كېږي.
د ياونې وړ ده چې د تېرې اونۍ راپدېخوا په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې چارواکو له لورې يو پراخ کمپاين پر لاره اچول شوی، چې په ترڅ کی يې په لس ګونو جريبه کرونده له نشه يي توکو څخه پاکه شوې
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه