دعوت پر له پسې ۲۱۵– ۲۱۶ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي:
سرلیکنه (دعوت) محمد طارق بزګر
هرات د ایراني کیدو په درشل کې الماس افغان
جنګي مجرمین مشعل
په افغانستان او سیمه کې د سولې او سوکالۍ… پوهندوۍ عبدالروف خپلواک
نګاهی به نقض پرنسیپ های حقوق بشر در سی سال اخیر ملالۍ موسی نظام
راځۍ له پښتو سره پښتو وکړو! عبدالله صالح
راځۍ چې خپل ښوونځي وساتو! اشرف غیرت
نابغه سبستیان هاینه: پشتو شیرین است و در عین زمان … شپیګل انلاین
د اتلسو ماشومانو مور (خبر)
په ناروې کې پوهینز روزنیز سیمینار ترسره شو (خبر)
په ناروې کې افغاني کالي د نندارې له پاره غوره شو (مرکه)
کای ایدې: د افغانستان مسئله یوازې له سیاسي لارې… (خبر)
او نور ډیر په زړه پورې مطالب
د وریښمو کارون
د دعوت د وریښمو کاروان د دې ګڼې ځینې شعرونه به دې ډول دي:
زرین تار پیرمحمد کاروان
نجلئ او سپوږمۍ (خاطره اسحاقزۍ)
یو سوال؟ (میرمن نسیمه صافۍ)
د مور د مړینې په یاد عبدالحفیظ ملیار
څلوریزه عبدالحفیظ ملیار
ټوکې ټکالې لمر ننګرهاری
انګلیسي مطالب
A Short History of Terrorism by. Bruce G. Richardson
Norway to increase aid to Afghanistan by 50% (News)
په سرلیکنه کې لولو:
دعوت ولې په ځنډ خپريږي؟.
دا ځل بیا د کال پای کې د دعوت څو پرله پسې ګڼې په کاغذي بڼه د دعوت درنو مینه والو او هېوادوالو په مخ کې دي. پوښتنه دا ده چې ولې دعوت په خپل وخت نه خپریږي. د پخوا په څیر د پخوانیو تکراري خبرو تکرار چې اصلی وجه زموږ اقتصادي ستونزې او بیا هم اقتصادي ستونزې.
موږ د دعوت په هکله د خپلو درنو هیوادوال سره په کراتو کراتو دا ژمنه کړې چې دعوت به خپریږي خو په وخت خپریدل یې د درنو هیوادوالو د ګډونونډې د ورکولو پورې نښتي دي او تر هغه چې هر هیوادوال خپل مسئولیت نه وي درک کړی دا ستونزه به همداسې روانه وي. دعوت یوازې او یوازې د خپلو افغانانو په مرستو خپریږي موږ د هیڅ هیواد یا کومې موسسې نه مرسته نه اخلو نو د همدې امله د خیرات کچکول مو تل خپلو هیوادوالو ته نیولی وي..
خو بیا هم د لوی خدای (ج) په مرسته او د خپرونکي په ټینګ عزم دا خپرونه د خپلې شلمې کلیزې زیری ورکوي او شل کاله د خپرنیز ماشین فعال ساتل د یوې خپرونې د ښه والي او ولسي ملاتړ ښه بیلګه ده.
دعوت د شل کلنئ په درشل کې
دعوت تر اوسه او له دې وروسته به هم د خپل ولس په مټ او د خپلو خلکو او هيواد له پاره خپريږي. موږ سره د دې چې اقتصادي ستونزې مو تل د لارې او مخکې تګ خنډ وي بيا به هم تر خپله وسه هڅه کوو چې مخکې ولاړ شو او د دعوت ډيوه ستاسو په مرسته روښانه وساتو. نو موږ ته وليکۍ
دعوت چڼ کړۍ او د خپل قيمتي نظر نه مو برخمن کړۍ
دعوت ستاسو له پاره خپريږي او دا ستاسو حق دی چې د خپل هېواد د پېښو نه خبر شۍ
دعوت بې ويرې او بې پرې خپرونې کوي او د چا د سرو، سپينو او زور بروا نه کوي
دعوت د افغانستان او افغانانو له پاره
دعوت ستا له پاره، دعوت ستاسو د راتلونکې له پاره
یادونه:
درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ.
دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.
Dawat
P.O.Box 289,
2001 Lillestrøm
Norway
e-mail: dawatnet@start.no
http://www.dawatfreemedia.org/ariki.shtml