کور / تازه خبرونه / طالبان: د ايتلافي ځواكونو الوتكه مو ويشتلې ده

طالبان: د ايتلافي ځواكونو الوتكه مو ويشتلې ده


طالبان وايي د ايتلافي ځواكونو يوه الوتكه يې په راكټ وېشتلې او را اچولې ده.
دغه بې پيلوټه الوتكه چي د بادغيس ولايت په غورماچ ولسوالي رالوېدلې، ايتلافي ځواكونه وايي د طالبانو په راكټ نه، بلكي د تخنيكي ستونزي له كبله رالوېدلې ده.
د غورماچ ولسوال د دې الوتكي لوېدل تائېدوي او وايي وروسته ايتلافي ځواكونو پر خپلي رالوېدلي الوتكي بمونه هم غورځولي دي.