کور / تازه خبرونه / روسي اوړه حيرتان ته راورسېدل

روسي اوړه حيرتان ته راورسېدل


په كابل كي د روسيې د سفارت اقتصادي آتشه وايي له افغانستان سره د روسي اوړو لومړۍ برخه د حيرتان بندر ته رارسېدلې ده.
د نوموړي په وينا دغه اوړه به د ملګرو ملتونو د خوراكي پروګرام WFP له خوا پر هغو كورنيو باندي ووېشل سي، چي د هيواد په شمال كي له سختي لوږي سره لاس او ګرېوان دي.
په كابل كي د روسيې سفارت دغه چارواكى زياتوي چي روسيې وروسته له هغه دغه اوړه افغانستان ته ولېږل، چي افغان مقاماتو په دې برخه كي د مرستي بلنه وركړه.