د شمالي وزيرستان د ميرانشا په څلوېښت كيلومتري كي د سړك پر غاړه د يوه افغان جسد موندل سوى، چي وايي امريكايانو ته يې جاسوسي كول.
د ځايي پوليسو يوه افسر محبوب خان د فرانس پريس آژانس ته وويل دېرش كلن اسلام الدين دوې اونۍ دمخه له سيمي څخه تښتول سوى و، چي نن يې جسد وموندل سو.
طالبانو د معمول په څېر د هغه له مړي سره خط ايښئ چي وايي امريكايانو ته يې جاسوسي كول.
د يادوني وړ ده، چي د جاسوسۍ په تور بېله محاكمې او كومو اسنادو په افغانستان او قبايلي سيمو كي د خلګو وژل اوس يوه عادي خبره ګرځېدلې، چي نيژدې هره مياشت د دغسي كسانو د وژلو خبرونه وركول كېږي.