د هلمند په نادعلي ولسوالي كي د ماين په يوه چاودنه كي دوه امريكايي عسكر او دوه افغانان وژل سوي دي.
د هلمند د چارواكو په حواله خپاره سوي خبرونه وايي چي دغه كسان د ښخ سوي ماين د خنثى كېدو په خاطر سيمي ته ورغلي وه، چي چاودنه پر وسوه.
پر دوو امريكايانو سربېره يو افغان پوځي او بل د امريكايي عسكرو ژباړن په ګوته سوى دئ.
د سړك د غاړي ماينونه په دې وروستيو كي د طالبانو نوى تاكتيك په ګوته سوى، چي تېره مياشت يې له امله په هلمند كي انګريزي عسكرو هم شكايت كړى وو.
په هلمند كي د برتانوي پوځيانو قومندان ويلي وو، چي په دغه ولايت كي ورته اوښتې مرګ ژوبله اكثره وخت د ماينونو له كبله وي.
دغسي چاودني اكثره وخت د ريموټ كنټرول په ذريعه ترسره كېږي، چي د څېړونكو په ګومان د تېري ورځي چاودنه هم د ريموټ په ذريعه ترسره سوې، چي دوه امريكايان او دوه افغانان يې وژلي دي.