کور / تازه خبرونه / كوټه : د توغول سويو څلورو راكټونو له امله يوتن مړ درې ټپيان

كوټه : د توغول سويو څلورو راكټونو له امله يوتن مړ درې ټپيان

 

په كوټه كې نايېژاندو كسانو څلور راكټونه غورزولي چي له امله يې يو تن مړ او درې نور ټپيان سوي دي

د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د كېنټ په سيمه كې له ناڅرګند لورې توغول سوي راكټونه  ودانيو ته نژدې لګېدلي او درنې چاودني يې كړي دي

د چاودنو له امله څلور تنه ټپيان سوي چې يوه ورسته په روغتون كې د ټپونو له امله سا وركړې ده او ويل كيږي چې د هغو نورو درو تنو ټپيانو حالت ښه دى

له پېښي وروسته دغي سيمي ته د عامو خلكو د  ورتګ مخه نيول سوې او د هغې سيمې چې راكټونه ځنې توغول سوي په هقله پلټنه روانه ده