قبايلي طالبان وايي هغه پولنډى انجينر چي له څو مياشتو راهيسي له دوى سره بندي وو، وواژه.
قبايلي طالبانو دغه انجينر د پلازمېني اسلام آباد په ۲۵ كيلومترۍ كي تښتولى وو.
د قبايلي طالبانو يوه وياند مطبوعاتو ته وويل چي دغه انجينر يې وروسته له هغه وواژه، چي د پاكستان حكومت د ځينو طالب بنديانو پر خوشي كېدو ورسره سلا نه سو.
داسي ګنګوسې هم خپرې سوي وې، چي طالبان د دې كس په عوض كي له پولنډ څخه د پيسو غوښتنه كوي، خو پولنډي چارواكو د پيسو له وركړي انكار كړى وو.
د پولنډ حكومت وايي په غير رسمي ډول يې د خپل تبعه د وژلو خبر ترلاسه كړى، خو پاكستاني حكومت لا تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ورته ويلي.