کور / تازه خبرونه / پوهاند حكيم تڼيوال آى ايس آى وژلى وو

پوهاند حكيم تڼيوال آى ايس آى وژلى وو


د پكتيا د والي پوهاند حكيم تڼيوال قاتل اقرار كړئ، چي نوموړى يې د پاكستاني استخباراتو په لمسون د پيسو په بدل كي وژلى وو.
دغه كس چي د افغان حكومت له خوا نيول سوى دئ، د آزادۍ راډيو د دغه كس ږغ خپور كړ چي وايي د پكتيا او خوست پخوانى والي ارواښاد حكيم ټنيوال يې د ۳۰۰ امريكايي ډالرو په بدل كي د آى ايس آى په امر وواژه.
نوموړي كس پر دې اقرار كړئ چي د پوهاند تڼيوال د مرګ او په هديره كي د ځانمرګو بريدونو پلان يې جوړ كړئ دئ.
دې كس په قبايلي سيمو كي د آى ايس آى د دفتر شماره او د مسئول افسر نوم واخيست چي وايي دى يې دې كار ته ګومارلى وو.
پوهاند حكيم تڼيوال د كابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي پخوانى استاد او علمي شخصيت وو، چي دوه كاله دمخه په پكتيا ولايت كي په يوه ځانمرګي بريد كي له خپلو شپږو ساتونكو سره ووژل سو.
په هغه وخت كي د نوموړي د وژلو مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستئ وو، چي په دا سبا ورځ يې د جنازې په مراسمو كي هم ځانمرګى بريد وسو، چي هلته يې هم ډېرو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.