د اسټراليا حكومت وايي د دې هيواد په ويكتوريا ايالت كي د اورلګېدو له امله ۶۵ كسه وژل سوي دي.
د چارواكو په وينا د اسټراليا په تاريخ كي دا تر ټولو غټه مرګ ژوبله ده، چي د ځنګلونو د اور له كبله ورته اوړي.
د اسټراليا حكومت وايي لومړنۍ څېړني ښيي چي دغه اور په قصدي توګه بل سوى دئ.
د چارواكو د سلو په شاوخوا كي كورونه هم د اور د لمبو خوراك ګرځېدلي دي.
دغه اور چي د جمعې د ورځي راهيسي بل دئ، حكومت يې د شدت لامل په سيمه كي توده هوا، تېز باد او د باران نه اورېدل په ګوته كوي.