کور / تازه خبرونه / حامد كرزى د مونشن غونډي ته وينا كوي

حامد كرزى د مونشن غونډي ته وينا كوي


د افغانستان ولسمشر حامد كرزى چي نن دريمه جرمني ته تللئ، نن به د دغه هيواد د مونشن په ښار كي امنيتي غونډي ته وينا وكړي.
دغه غونډه د امريكا د متحده ايالتو په ابتكار جوړه سوې، چي د افغانستان او اېران پر روانو چارو او د دغو هيوادونو په باب د امريكا د نوي پاليسۍ پر سر بحث پكښي كېږي.
دې غونډي ته د امريكا مرستيال ولسمشر جوزيف بايډن، د المان صدراعظمه انجيلامركل، افغان ولسمشر حامد كرزى او د ناټو هيوادونو لوړ پوړي ډيپلوماتان ورغلي دي.
تمه ده چي ولسمشر كرزى به غونډي ته د وينا پر مهال له امريكا او ناټو هيوادونو څخه يو ځل بيا په بمباريو كي د ملكي كسانو د مرګ ژوبلي د مخنيوي غوښتنه وكړي.