په افغانستان کي د تاوتريخ والی زور اخيستني، امريکې د هند نه غوښتي دي چي په کابل کي « د تروريزم سره د جګړې» و بهير ته را کښېوزي .
په سي ان ان ټلويزيون کي رابرټ ووډ و افغانستان او پاکستان ته د امريکې د خاص استازي هالبروک د سفر په هکله ويلي دي : چي نوموړی د ځانه سره و پاکستان ته کوم خاص پيغام نلري بلکه يوازي غواړي د پاکستاني چارواکو و خبرو ته غوږ سي .
د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي د افغانستان د لانجې حل د هندوستان د نقش نه بغير ناشونۍ دی .
ويل کيږي چي په کابل کي د امريکې د کال ۲۰۰۳ حملې نه وروسته هند په افغانستان کي وخپل نقش ته خورا زيات تحرک ورکړی دی . دې کار د افغانانو وطن د اسلام آباد او ډهلي د سياليو په ډګر اړولی دی .
هالبروک به د دوشنبې په ورځ اسلام آباد ته روانيږي ترڅو د پاکستاني سرغنه وو سره وګوري .