په ننګرهار ولايت کښي ديوې ولسوالۍ ولسوال دولايتي شورا غړي اودهمدې ولايت په ګاونډ کې ديوې ولسوالۍ امنيه قو ماندان دطالبانو لخوا ووژل شول .
دننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفوروايې چې د ولايتي شورا غړى او منشي قاضي خان محمد چې په ملک بابا مشهوروو همدانن سهار وختي داتو بجو په شاوخوا کې په دره نور ولسوالۍ کې ووژل شو .
دغه راز دننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوال نعيم جان شينوارى او ورسره يو ساتونکى پوليس دهمدې ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د چاردهي په سيمه کې د ماين په چاودنه کې ووژل شول .
دننګرهار چارواکيو ويلي چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د نعيم جان شينواري موټر د ريموټ کنټرول ماين په واسطه والوځول شو.
ددې ترڅنګ د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعاکوي چې په يو بريد کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ امنيه قوماندان له يوه پوليس سرتېري سره ووژل شو .
د قرغيو ولسوال محمدعارف دغه پېښه تايد کړې ده او و ويل يې چې تېره شپه شاوخوا يوولس بجې رامنځته شوه .