د ننګرهار چارواكي وايي د دغه ولايت د ولايتي شورا منشي محمدخان د ناڅرګندو وسله والو په يوه بريد كي وژل سوى دئ.
د چارواكو په وينا نوموړى نن سهار وختي له دره نور ولسوالي څخه ښار ته په لاره كي وو، چي له بريد سره مخ سوى دئ.
طالب جنګياليو د نوموړي د وژني مسئوليت منلئ، او دولتي چارواكي وايي پر هغه د بريد په تور يې تر اوسه څوك نه دي نيولي.