د پنجاب ايالت په ډېره غازي خان كې يو ځانمرګي بريد دوه درېش تنه مړه او پېنځه پينځوس نور ژوبل كړل .
په ژوبل شويو كسانو كې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى .
بريد هغه مهال د ډېره غازي خان په صدركې د موټرو په يو تماځاى كې ترسره شوو چې د پېښې له ځاى څخه د شيعه مسلمانانو يو ماتمي لاريون د تېرېدو په حال كې وو .
دغه لاريون د امام حسين د څلوېښتۍ د لمانځلو په موخه ترسره كېده .
په سيمه كې د پوليسو يو تن افسر مبارك علي اطهر له رسنيو سره د خبرو پر مهالوويل چې :
ځانمرګى بريد د شيعه ګانو په يو جلوس كې وشو .
ده زياته په ترسره شوي بريد كې دوه دېرش تنه مړه او پېنځه پېنځوس نور ژوبل دي .
د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو ځايي پوليسو له پېښې سره د تړاو لرلو په تور په سيمه كې د يوې حكومت ضد ډلې د يو تن غړي په ګډون پېنځه تنه نيولي دي .