نن د سلواغي ۱۷ د پكتيا مركز ګرديز كي اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتو سيمه ايز دفتر لخوا د ولايت مقام لوړ پوړو مامورينو ته دري ورځنۍ وركشاپ پيل شو .
د دي وركشاپ په پرانستي مراسمو كي سلاكار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه .
په دي دري ورځنې وركشاپ كي د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو په تګلاره اړين معلومات ، برخه والو ته وركول كيږي.
ښاغلي جوشان په جنوب ختيځ زون كي د ملكي خدمتونو مشر وويل : دا وركشاپ د كاري وړتيا او د اداري اصلاحتو په كاري طرزالعمل كي چي كوم بدلونو نه راغلي د هغي د ښووني لپاره جوړ شوي
د دي وركشاپ مالي ملاتړ USAID/CDP د امريكا د خلكو پرختيايي اداري لخنوا كيږي .
د يادوني وړ ده چي له تيرو څلو كلو راهيسي د ملكي خدمتو اداري په پكتيا كي كار پيل كړي او د پكتيا د ولايتي اداري په سلو كي له اوياوو څخه زيات مامورين د آزادي سيالې له لاري په دندو ګومارل شوي.