کور / ترخې خبري / په شمال کې امنیت څوک خرابوی

په شمال کې امنیت څوک خرابوی

 


  په افغانستان کی دامنیت راوستل مونږ افغانانو ته نور د یو خیال غوندی ښکاره کیږی.په افغانستان کې جنوبی ولایتونه  لا وختی په جنګونو کې بند پاتی شوی دی خوپه شمال کې د خلکو ژوند دبمباریو او د هری ورځی د مرګ او ژوبلی نه په امان کی وه.


اوس بد امنیتی او غلا غدی د افغانستان په شمال کې هم ډیری شوی دی. د شمال د اوسنی امنیت په خرابولو کی یوازی طالبان نه دی شامل بلکه قوماندانان او پخوانی ټوپکداران په کی تر نورو ډیر لاس لری  .


دبغلان ولایت نوم که د مثال په ډول یاد کړو نوداندراب ولسوالی په دغه حاصل خیزه او زراعتي ولایت کې دبې امنیتی مور ده.


حکومتی قوانین او حکومتی واکمنی په دغه ولسوالی کی په زره بین هم نه لیدل کیږی.


غیر قانونی مسلح ګروپونو عام خلک یرغمل نیولی دی .


بی امنیتی او ګډوډی خپل اوج ته رسیدلی ده . بچه بازی او د هلکانو رقصول یو عام رواج ګرځیدلی دی.د قوماندان خلیل ، قوماندان  محمد رسول،قوماندان دادخدا،قوماندان عتیق اله حسینی  او د یو تعداد نورو باقیاو د لاسه عام خلک پوزې ته راغلی دی .یو څو ورځی مخکی په یو واده خودکش حمله وشوه او د یو مسلمان ښادی یی په غم ولړله .دا ډیره بده پیښه وه خلکو ته یی رقم رقم تشویشونه پیدا کړل. دطالبانو نه پرته سلاح اومسلح کسان تر اوسه پوری یو لوی خطر دی .



حکومت ډیر عاجزه او کمزوره دی.جرایم او پر عامو خلکو بریدونه په شمال کې ورځ تر ورځی ډیریږی. دکندوز په ولایت کی درشوت اوبداخلاقه مقاماتو د لاسه ورځ تر بلی  عام خلک په کړاونو کی بندیږی. والی نه شکایتونه ډیر شوی دی ، حملې او بد امنی د هر چا تر کوره ورسیدلی ده.حکومت هیڅ یو پلان نه لری چی بد اخلاقه او رشوت خوره مامورینو ته سزا ورکړی.


همدغسی که میمنی ،تخار،بدخشان ،سمنګان،جوزجان او بلخ ته سر ورښکاره کړو او د خلکو خبرو ته غوږ کیږدو نو هر سړی به دظلم او بربریت داستانونه درکړی.


مونږ دافغانستان د محترم ریس جمهور حامد کرزی نه غواړو چی د عامو خلکو د امنیت او دغلو او داړه مارانو د چنګال نه د غریبو خلکو د خلاصولو غم وخوری.