د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ كي د سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد لخوا پرانيستل شوه :
د پكتيا پوهنتون رئيس پوهاند عبيدالله پريار وويل : د غه و دانۍ چي كار يې يو نيم كال وړاندي پيل شوي وو ، بشپړ او ګټي اخيستني ته چمتو شو .
په دي مراسمو كي د پكتيا والي جمعه خان همدرد ، د ۵۰۵ لمبر سپين غر پوليسو قومندان ، امنيه قومندان ، د ولايتي شورا استازي ، د اداراتو مسئولينو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه .
د پوهاند پريار په وينا د پوهنتون تدريسي بلاك په دريو پوړو كي په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي ، چي ۳۰ درسي ، ۴ اداري او نور ضروري ملحقات لري او په يو وخت كي د ۱۱۰۰ تنو محصلينو ځاېدو وړتيا لري
د ه وويل دا پوهنتون د ۴۶۵۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت د مخدره توكو سره د مبارزي د وجهي صندوق له لوري د پكتيا بزګرانو ته د امتياز په ډول وركړل شوې وې جوړ شوي .
د پكتيا والي جمعه خان همدرد د پرانيستي پر وخت ښوونكو ته د يوې، يوې نمري د توزيع كولو زيړئ وركړ
همدا رنګه د پكتيا والي ښآغلي همدرد د لوړو زده كړو پر وزير نيوكه وكړه چي د پكتيا پوهنتون ته يي هيڅ ډول پاملرنه نه ده كړي .
پكتيا پوهنتون تر دي دمه ودانۍ نه درلوده او دا لمړۍ بلاك وو چي كار يي بشپړ شو ، په راتلونكي كې به د انجنيري ، ښووني او روزنې ، شرعياتو او حقوقو پوهنځي او دغه راز د نارينه او ښځينه وو مصلينو لپاره شپه غالې هم جوړ شي .
د يادوني وړ ده چي د پكتيا پوهنتون په ۱۳۸۳ كال كي د پكتيا د خلكو په غوښتنه او د جمهور رئيس د ځانګړي فرمان له مخي تآسيس شوي او تر دي دمه د هيواد د بيلابيلو ولايتونو څخه ۶۰۰ تنه محصلين پكي زده كړې كوي.