په تېرو درېيو مياشتو کې په کندهار کې ترورونو دومره زور اخيستى چې د بل هر وخت په پرتله يې په سيمه کې خلک اندېښمن کړي دي.
دغه پېښې تر پخوا دا فرق لري چې پخوا دا پېښې په ولسواليو کېدې، چې اوس د ښار په منځ او د ولايت په يو يا دوه کيلومترۍ کې کېږي، چې نه دولتي پوليس، نه د ملي اردو سرتېري او نه بهرني ځواکونه توانېدلي عاملين ونيسي.
که څه هم په سيمه کې اندېښنې زياتې شوي چې ښايي د دغو ترورونو تر شا به ځينې سياسي انګېزې هم موجودې وي او د ولايت جګپوړي مقامات به په خبر وي، خو چارواکي بيا نن سبا له خبريالانو او نورو سره داسې چلند کوي چې انعکاس يې تر رسنيو پورې رسېدلى دى.
څه موده مخکې د ملي امنيت رياست ښاري مرستيال عزيزالله د لويې ويالې په سيمه کې مازيګر مهال ووژل شو، په سيمه کې عيني شاهدانو وويل، د پېښې ځاى ته نژدې د پوليسو رنجر موټر ولاړ و او دوه موټرسايکل سپاره چې يوه يې د پوليسو دريشي لرله راغلل او پر هغه يې ډزې وکړې، وروسته په ډاډمنه توګه له سيمې ليرې شول، چې نه چا ونيول او نه يې چا بازخواست وکړ.
ملالۍ کاکړ چې د چوڼۍ په سيمه کې د پوليسو د يوه ماموريت په څو مترۍ کې ترور شوه، چې يو څو ګامه هاخوا يې د ملا محمد عمر کور دى، چې په دې کور کې اوس د امريکا ځانګړي ځواکونه مېشت دي، يوه ډله هم ونه توانېده، د هغې وژونکي ونيسي.
د کار او ټولنيزو چارو رئيس دوست محمد ارغستانى د نورزو شاه برج په سيمه کې په رڼا ورځ ووژل شو، چې کابل بانک ته نژدې دولتي پوسته ده، همدا څو ورځې مخکې همدې سيمې ته نژدې د پوليسو د روزنې يو استاد نوابي ووژل شو، چې هغه قضيه هم له خلکو او چارواکو هېره شوه.
په دې ولايت کې چې يو مهال يې د بيارغونې په ډګر کې تر بل هر ولايت ډېر نوم ګټلى و، نن سبا د ناامنۍ يو سمبول ګڼل کېږي چې له بده مرغه مرکزي اداره يې په وړاندې بې تفاوته ده.
د ولسي جرګې يوې استازې شکېبا هاشمي د کندهار ځينو فرهنګيانو ته د پېغور په شکل وويل:
ته وا ټول کندهار بمبار شوى او مړ دى، هېڅوک د دې ولايت د روانو پېښوپه مقابل کې عکس العمل نه ښيي. که موږ په ولسي جرګه کې د خپل اعتراض اواز پورته کړو، راباندې نيوکه کېږي چې ولې سيمه ييز خلک دا کار نه کوي او غلي دي.
د کندهار امنيه قومانداني چې يوازې يې په تېرو درېيو مياشتو کې د ځينو وړو غلاوو په تور د ځينو کسانو په نيولو توانېدلې يا يې هغه کسان خبريالانو ته ښوولي چې په ښار کې يې چرس او نور مخدره مواد پلورل، حال دا چې ګڼ پوليس او د هغوى قوماندانان د چرسو په څکولو روږدي دي. چې دا د قوماندانۍ کومه لاسته راوړنه نه ده.
د حيرانۍ وړ خبره ده، هغه قوماندانان چې په کندهار کې يې ښه کار کاوه په يوه او بل نامه له سيمې ليرې کېږي، د ساري په توګه عصمت الله عليزى چې د خپلې دندې په وخت کې يې په لنډه موده کې د ښځو چارو رئيسې صفيه عمه جانې قاتلين، دغه راز نور انسان تښتوونکي ونيول. خو نن سبا د راپورونو له مخې هغه تروريستي او اختطافګرې ډلې بيا په دې ولايت کې فعالې دي چې ښايي ځينې ډلې او مقامات به يې تر شا ولاړ وي.
په جنوب لوېديزه حوزه کې د پوليسو عمومي مشر جنرال غلام علي وحدت هم په يوه غونډه کې دا ومنله چې په کندهار کې تروريستي پېښې ډېرې شوې دي. هغه وويل دوى به کوښښ کوي د دې ستونزې مخنيوى وکړي. خو داسې ښکاري چې لا په دې برخه کې څه پرمختګ نه دى شوى.
د دې پېښو زيات رواني بوج پر عامو خلکو پرېوتى، چې د ځان ساتنې لپاره هېڅ کومه وسيله نه لري، همدا وجه ده چې زيات خلک له کوره د وتلو په وخت کې زيات احتياط کوي هغه کسان چې په دولتي او نادولتي ادارو کې کار کوي، بيا زيات اندېښمن دي، ځکه هر يو خو له ځان سره وسلې او ساتونکي نه شي ګرځولاى.
د دولت استخبارات ډېر کمزوري دي، چې همدا اوس په کارېز بازار، لويې ويالې او ځينو نورو سيمو کې تروريستي ډلې فعالې دي، چې يوازې ځينې مهال پوليس په دغو سيمو کې تالاشي کوي، خو وروسته يې درک ورک شي.