د وسلوالو طالبانو د واک او ځواک سيمه جنوبي ولايتونه دي چې دا مهال يې څو ولسوالۍ په ولکه کې دي. وسلوال طالبان د تنظيمواکۍ په وخت کې له همدې ځايه رااوچت او خپاره شول چې وروسته يې په ډراماتيکه توګه ولايتونه او بالاخره د افغانستان زياتې برخې ونيولې.
چارواکي يوازې څلور يا پنځه ولسوالۍ تاييدوي چې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې دي، خو حقيقت دا دى چې په دغو ولايتونو کې دغه وسلوال تر پخوا ډېر پياوړي ښکاري.
وسلوال طالبان اوس هغه پخواني کسان نه دي چې د ترحم، زړه سوي او اسلامي ورورولۍ خبرې يې کولې، دغه کسان اوس په دوى کې کم دي. دې ډلې اوس د خپلو وژنو، ترورونو او نورو حملو په ډول کې غوڅ بدلون راوستى دى. انسانان د موچي په تار، تېرې چړې او ماشين چړې حلالوي، ژوندي انسانان پوستوي او داسې بريدونه تنظيموي چې پخوا يې سارى نه و ليدل شوى.
په جنوبي ولايتونو کې سړي تښتونې، ترورونه او نورې پېښې زياتې شوي، چې ورسره د چارواکو او خبريالانو ګواښل هم زيات شوي دي، که څه هم زيات مهال دغه کارونه د وسلوالو طالبانو تر شعار او نوم لاندې کېږي، خو په زياتو مواردو کې دا هغه کسان دي چې له کړکېچنو حالاتو په استفادې غواړي خپلې استفادې وکړي.
په دغو سيمو کې داسې کسان فعاله دي چې ظاهراً د ټليفون له لارې خلکو ته د وسلوالو طالبانو غړي معرفي کوي، چارواکي ګواښي او ورته وايي که د ټليفون کرېډېټ کارډ راولېږې بيا کار نه درسره لرم. يوشمېر چارواکي چې د ځان ساتنې وېره ورسره ده، له مجبورۍ دا کار کوي.
کله کله بهرنيان په دغو سيمو کې تښتول کېږي، د ساري په توګه تېر کال يو ايټالوى خبريال ګبرېل تورسيلو چې د کندهار- هلمند پر لويه لار د دوراهي په سيمه کې وتښتول شو، تښتوونکو يې په لومړيو کې ځانونه طالبان معرفي کول، وروسته يې ويل چې دا يوه بله وسلواله ډله ده چې له غزني رانيولې تر هرات ولايت پورې فعاليت لري او د وسلوالو طالبانو په څېر د اوسني دولت پر ضد فعاليت لري او پرضد يې جنګېږي. وروسته راپورونه وايي چې ګبرېل د مليونونو ډالرو په بدل کې خوشې کړاى شو.
سړى حکم نه شي کولاى چې ايا دا کسان له طالبانو جلا دي که يه، يا هم دا طالبان دي که يه؟ خو له اوسنۍ ګډوډۍ په استفادې د هر ډول پېښې امکانات ليدل کېږي.
وسلوال طالبان چې ځانګړو اصولو او مقرراتو ته پابند نه دي، يوازې کوښښ کوي د اوسني دولت او بهرنيو ځواکونو لپاره په پوځي برخه کې ستونزې پېښې کړي، له دې ډلې سره د يوځاى کېدو لپاره هم ځانګړي اصول نه شته، له دې کبله هرڅوک ورسره ملګرى شوى دى او هرڅه چې وکړي ورته روا ښکاري.
يوشمېر داسې وژونکې ډلې هم په طالبانو کې ننوتي، چې په خپلو سيمو کې بدۍ ورترغاړې دي او يا يې پخوا جنايتونه کړي، اوس مهال يې دښمنان څه نه شي کولاى او له دوى څخه وېره لري. يوشمېر ځوانان چې پخوا يې د ډول ډول پېښو په وړاندې عقده اخيستې اوس په طالبانو کې دي او هغه عقدې په نورو سړي.
دوى ته هغه څوک کافر او د هر ډول جزا وړ ښکاري چې له اوسنۍ ادارې سره کار کوي، هغه که معلم وي، که ډاکټر، که انجنير او که پياده. دوى يې وژني او وژلي يې هم دي. همدا اوس د کندهار- کابل لويه لار تر ټولو خطرناکو لارو ګڼل کېږي چې وخت ناوخت وسلوال ورته راوځي، لوى او واړه موټران دروي او په بشپړه توګه يې پلټي، کسان ورڅخه کښته کوي او ټليفونونه يې ګوري، ځينې کسان چې ورته معلومه شي حکومتي کارکوونکي يا عسکر دي، وژني او ځينې نور برمته کوي، بيا يې د ډېرو پيسو په مقابل کې خوشې کوي.
د حيرانۍ وړ خبره دا ده چې دوى پيسې د کابل په سراى شهزاده سراى کې غواړي چې هورې خلک لري او پيسې به لاس په لاس ورتسليموې. که څوک پيسې کمې ورکړي يا يې ورنه کړي او وس يې ونه لري، د مرګ انتظار دې باسي.