کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امریکایانو خپله پریکړه په خپله وکړه

امریکایانو خپله پریکړه په خپله وکړه

نيويارک ټايمز، دسه شنبې په ورځ دامريکادنوي ولسمشر، باراک اوباماله خولې رانقل کړي چې دوى به لدې ورسته په افغانستان کې يواځې جګړې ته پام اړوي اوجنګ به کوي، نه بيارغونه !

بادرکه افغانان لدې پخواهم په دې ټکى  پوه اوپه زوراوزيرورته جوته وه چې امريکايان افغانستان ته دڅه لپاره راغلي اوبياپه تيرونيږدې اتوکلونوکې خوبيخې په ډاګه اوثابته شوه چې اشغالګرو امريکايانو، افغانستان څومره ورغاوه ، دافغانانواقتصادي حالت يې ترکومې اندازې ښه اوهوساکړاوددغه ولس کړاوونواوستونزمنوته يې ترکومه بريده دپاى ټکى کيښود.

اوس چې امريکايانوپه خپله له خپلې افغان دښمنه څيرې اوشومو موخونه پرده پورته کړه ، دافغانانو وژنه ، دربدري ، هغوى دنوروجګړوپه تنورکې سوزول  او شکنجه کول يې خپله  اصلي تګلاره ، دنده اومسيروباله  ،  دانواوس دنړۍ په سوله دوستوولسونواوخپله دامريکاپه  خلکوپورې اړه لري چې  دامريکادغه جګړه مارسياست ، سرتنبګۍ  اوناروامنطق ته له کومې  کړکۍ ګوري .

ترکومه ځايه چې  پرافغانانواواسلامي امارت پورې  تړلې ده ، هغوى خودخپل اسلامي ټاټوبي  داقدارودخونديتوب اواستقلال په مبارزه کې  تردې دمه  دلوى خداى (ج ) په  فضل  پراشغالګروقواووبريالي  اوورځ تربلې  يې بريا، ځواک اواغيزپراخيږي اودټولې  نړۍ  په طرف کې نه ولاړ  شنونکي اوبابصيرته سياستوال  هم داواقيعيت  مني چې  دامريکااومتحدينواشغالګر اونيوا کګر  سياست   کلکه ماتې  خوړلې .

همداعلت دى چې  يوه مشهور  غربي  سياستوال اودملګروملتونوپخواني کانديد(ايشډون ) له لندن ټايمزسره څوورځې وړاندې په يوې مرکې  کي وويل : امريکايان اولويديځ بايدپه دې ټکي سوچ وکړي چې دجګړې اوزورله لارې هيڅکله  دوى  په افغانستان کې کاميابي نشي ترلاسه کولاى ، که داموخه يې ترلاسه کولاى شواى ، نونن به امريکايان له عراق نه وتوته نه مجبوريدل اودعراق جګړه به يې  نامشروعه اوبې نتيجې نه تسليموله ، دايشډون په خبره ، افغانستان څووارې ډيردامريکايانو او خارجي  قواوولپاره سورتنورګرځيدلى اوداسې کوم چانس په راتلونکي کې هم نلري چې  دوى دې پرطالبانوبرى پيداکړي ، ځکه چې طالبان ، کلکه روحيه لري اوله دغې روحيي سره اوس  له اټکله ډيرافغانان غاړه اوغړۍ دى.

دافغانستان اسلامي امارت له نظره ، دامريکانوى قيادت چې په ړومبيوشپوورځوکې دى اوتازه دنړۍ له  هغوپيچيده اوستونزومسايلوسره چې له  دوى وړاندې دبوش وحشي ، ناکام اوسرتنبه  دورې  ورته زيږولي اوپه ميراث يې پريښي  مخامخ کيږي ،  بايدپه ډيرغوراوغړيدلوسنجيده سترګو قضاوت اوبرخورد وکړي اودنړۍ د ولسونوپه وړاندې دمنلووړسالمه پاليسي  غوره اوګټوره لارانتخاب کړي

دامريکادنوي قيادت دادريځ چې په افغانستان کې جنګ اوجګړې ته دوام ورکول به   ددوى ځانګړي ستراتيژي وي ، امريکايي  واکمنواوولس ته ځکه زيان اړونکې  تګلاره اومهلکې پايلې لرونکي دي چې اسلامي امارت دلوى خداى ( ج) په نصرت اوس په افغان ولس کې دجهاداوخپلواکى ګټولوپه جذبې ولاړه داسې روحيه اوذهنيت خورکړى چې امريکايان به په  راروان  پسرلي کې ځاى پرځاى کلک زيانونه ويني اوچيرې يې چې فوځي اډي اوبارکونه وي ، ډيرلږ به ددې مجال اوجرئت ولري چې راووځي ، په ډاډه زړه په لويولارووګرځي اوياکلواوبانډوته ګزمي وغزوي ، اوس داپرنوي امريکايي واکمنوپورې اړه لري چې خپل نجات په څه کې ويني په نورې جګړې اوبوش ته ورته اشغالګرسياست کې اوکه په حقايقواوپه انسانيت  اومنطق برابرتصميم  اومسيرکې !