وسله وال طالبان دعوه کوي چې دوی تېره شپه د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اړوند د جوکان په سيمه کې د امريکايي ځواکونو يو ټانک په ماين الوځولی او پکې ناست ۵ تنه سرتيري يې وژلي دي، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي له چاودنې وروسته د دوی ملګرو پر هغو بهرنيو ځواکونو بريدونه هم کړي، کومو چې د پېښې له ځای نه خپل مړي لېږدول، په ختيزو ولايتونو کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې دوی ديادې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي او کله چې بشپړې شوې، نو بيابه رسنیو ته معلومات په واک کې ورکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه