په خيبر ايجنسۍ كي هغه يوازينى پل چي دغه سيمه له افغانستان سره تړي د يوې درنې چاودني له امله وران سوى دى
د مالوماتوله مخي دقبايلي پښتونخوا په خيبر ايجنسۍ كې هغه يوازينى پل چي دغه سيمه له افغانستان سره تړي د يوې درنې چاودني له امله په بشپړه توګه وران سوى دى او له دغې سيمي څخه افغانستان ته د تللو مخه نيول سوې ده
دا پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چي نامالومو كسانو د خيبر ايجنسۍ د جمرود دتحصيل په كټه خشته نومي سيمه كې هغه پله ته چي دغه سيمه له افغانستان سره تړي ته چاودېدونكي مواد يښي او هغه چاودلي دي
ويل كيږي چي چاودنه دومره زوروره وه چي پل يې په بشپړه توګه وران كړى او د تګ راتګ مخه يې نيولې ده .د چاودني له امله دغه ځاي ته نژدې ولاړ يو ټانكر هم چپه سوى خو كوم ځاني زيان ندى اوښتى
د يادوني وړ ده چي د دغي لاري په وسيله د نېټو ځواكونو ته د تېلو تر څنګ نور مواد هم ور وړل كېده چي اوس يې وروړل بند سوي دي . ځاي خلك وايي چي د پله له ورانېدو وروسته دلته يوشمېرټانكرونه ولاړ دي كوم چي د نېټو دپاره له سامانو ډك او افغانستان ته پر لاره و .