کور / شعر / غزل

غزل

مات لكه غنم د زړه په سر يمه
لاس تر زنې ناست په مازديګر يمه


ګل يمه سېلۍ دي غېږ ته راوړمه
پاڼې پاڼې پروت دي پر ځيګر يمه


څه وكړم په دې سترګو مي څه وكړم
ډك محفل كي تا ته په نظر يمه


ما د خپل ښايست قيامت ته دروله
زه د نيمه خوا هيلو پيكر يمه


راشه كه مي سيوري ته دمه كوې
زه د جانانه پكتيا نښتر يمه


وړانګي به دي ټولي تر مخ ځار كړمه
ګوره آئينه رويه ما ته لمر يمه


بيا مي له غزل سره خبري كړې
بيا د شكسته زړونو ساغر يمه


 


 


 د محيب رحمتي مانخېل رالېږنه