کور / تازه خبرونه / قريشي: د بمبئي حملې پاكستان ته دسيسه وه

قريشي: د بمبئي حملې پاكستان ته دسيسه وه


د پاكستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي وايي پاكستان له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره د ښو اړيكو غوښتونكى دئ.
قريشي وويل د بمبئي حملې چي پاكستان ورباندي تورن سو، په نړۍ كي د دغه هيواد د يوازيتوب دپاره يوه دسيسه وه، چي ګنې پاكستان به له نړيوالي انزوا سره مخ كړي.
ښاغلي قريشي وويل كه څه هم ځينو هيوادونو هڅه وكړه، چي دغه هيواد جنګ ته داخل كړي، خو د دوى حكومت تر اوسه له هند سره سفارتي اړيكي لري او د جنګ مخنيوى يې كړى دئ.
شاه محمود قريشي هغه خبرونه هم رد كړل چي وايي د پاكستان په مذهبي مدرسو كي د ځانمرګي بريد كوونكي روزل كېږي.
نوموړي كه څه هم د بمبئي حملې د خپل هيواد په مقابل كي يوه دسيسه وبلله، خو د دسيسه كوونكي په باب يې د كوم هيواد نوم ياد نكړ.