د وطن په هکله
ګران وطن می په جنګونو کی سور اور ښکاریږی
ځکه لټون په ځوانه ځواني باندی اوس زوړ ښکاریږی
یارانو خندا مه کړی بی احساسه نه یم
دا ښکلی ځوانان راته په غاړه خاک د ګور ښکاریږی
د یار په هکله
چا ویل چی یار می ډیر خفه وه
خپل ويښتان ئی شکاولی ډیر غوسه وه
وخت ورته ورکړی وی څاپیړی ډیری سخت
افسوس زه نه وم وطن کی پدی وخت
د مور په هکله
ستا د مینی لیری پروت یم قدردانی موری
ځان سره پدی هکله زیات معیوس یم پرما ګرانی موری
بی له تانه رحم نه شته د بل چا په زړه کی
سنګ دیلان خنجر وهی تل زما په زړه کی
د غره په هکله
دا د لویو تصویرو ښکلا خو غر ده
بی د غرونو څه ښکلا د کوم یوه سر ده
دا د دنګو غرو خایست چی رسیدلي تر آسمان دی
دا وطن زموږه ټولو د افغان دی