له هغې ورځې ، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پښتو ژبې د ودې او بډاينې په موخه د ژباړې غورځنګ لپاره هلې ځلې پيل کړي ، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې فرهنګپاله هېوادوالو له د غو هلو ځلو څخه خپل پراخ ملاتړ ښودلی او موږته يې په دې برخه کې له خپل مادي، علمي او معنوي ملاتړ څخه ډاډ راکړی دی . د افغان کلتوري ټولنو جرګې ته د دوی له خوا ډېرې نېکې ، پر ځای او علمي مشورې هم رسيدلې ، چې جرګه به هڅه وکړي دا مشورې د الله په مرسته او د هېوادوالو په ملاتړ، د عمل په ډګر کې پلي کړي .
څو ورځې دمخه له هېواد څخه بهر زموږيو شمېر فرهنګپاله او پر هېواد مين هېوادوالو ژمنه وکړه ، چې هر يو به د يو ژباړل شوي اثر د چاپ لګښت پر غاړه اخلي . د دغو هېوادوالو نومونه په لاندې توګه دي :
استاد رحمان الدين سراجي،
ډاكتر صاحب گل احمد تره كى،
حاجي صاحب غلام سخي خان ،
قوماندان صاحب گل محمد شيرزى
او ډاکتر صاحب شېرحسن .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه ددوی د لوړ احساس ژور درناوی او د ملاتړ له امله يې د زړه له کومې مننه کوي .
په درنښت
د افغان کلتوري ټولنو جرګه