په جلال اباد کې يو شمېر وسله والو قومندانانو خپلې وسلې نن د بې وسلې کولو پروګرام يا ډاياګ ته وسپارلې.د بې وسلې کولو پروګرام کارکوونکي وايي په دغو ۴۲ ميله وسلو کې ۲۰ميله سل ډزي ، ۱۵ ميله کلاشينکوفونه ، ۱۰ راکټونه او دوه ميله ۷۵ ملي متري توپونه شامل دي.د ياد پروګرام د کارکوونکو په خبره دغه وسلې دوی په شپږو ولسواليو کې له ناقانونه وسله والو څخه راټولې کړې. په هغو څلورو ولسواليو کې چې د ډاياګ پروسه بشپړه شوې د سولې په نامه نومول شوي دي او په پام کې ده چې څلور نورې ولسوالۍ هم د سولې په نامه ونومول شي.