د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې د یو افغان کارپوه پ حواله لیکلي دي چې ایران د افغانستان له بې ثباتۍ نه ګټه اخلي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د تیرو تجربو له مخې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغانستان په چارو کې د رښتینولي تمه نشي کیدلې.
ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې دا سپارښتنه کړې چې د اوباما ستراتیژۍ باید په افغانستان کې په شتو واقعتونو ولاړه وي.
د هیواد دولتي ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو مرګ ژوبل ته په اشارې لیکلي دي ددغو عملیاتو څرنګوالې ژور بدلون غواړي.
ورخپاڼې په عینې حال کې په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړو سره د ولس مشر کرزي د لیدنې خبر هم ورکړې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ هم غږي او باور یوه بنسټیزه اړتیا بللې ده.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپل غټ سرلیک کې د برطانیې د ستراتیژیکو مطالعاتو د یوې موسیسې په حواله لیکلي دي چې ناټو په افغانستان کې هیڅ یو بدل شوې هدف نه تعقیبوي.
ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي پداسې حال کې چې د طالبانو حملې مخ په زیاتیدو دي د ناټو خپل منځیو اختلافاتو حالات لا بیچلې کړیدي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه شتو اندیښڼو ته په اشارې د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي دي چې دا انتخابات نورو بهرنیو سرتیرو ته اړتیا لري.
په ورځپاڼه کې د هلمند د اوبو په اړه په یو مطلب کې لیکل شویدي چې د هلمند اوبه افغان دولت نه بلکه وچکالۍ په ایران کمې کړیدي.
د ملي ارمان نا دولتي ورخپاڼې په افغانستان کې د سولې د تینګښت لپاره روانو هڅو ته په پام سره لیکلي دي چې د سولې د وړاندیز او له هغه نه د نړیوال ملاتړ له کبله سږ کال طالبان ځان ښه احساسوي.
ورخباڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې دې چې په راروان کال کې به په زابل ولایت کې د بیا رغونې له سلو نه زیاتې پروژې پلې شي.
ورخپاڼې په افغانستان کې د ښوونځیو د ودانولو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې ددې هدف لپاره زیاتې پیسې ترلاسه شویدي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د سپینې ماڼۍ د یو ویاند په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې وضع خطرناکه ده او اوباما هڅه کوي څو ځان ډاډه کړي چې حالات تر دې زیات کړکیچن نشي.
ورخپاڼې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې او لیکلي دي چې روسیه د افغانستان په لوبه کې په هوښیارۍ عمل کوي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلې او بیلابیلې تبصرې يې برې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ثبات په ټینګښت کې د ګاونډیانو رول څیړلې دې.
خو اصلا بیا پخپله سرمقاله کې د کابل ښار د واټونو حالت څیړلې او لیکلي دي دا واټونه زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
د هشت صبح نا دولتي ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د ستونزو په هواري کې د ګاونډیو هیوادونو رول څیړلې دې.
ورخپاڼې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دا نتخابات به د راروان کال په چنګاښ میاشت کې ترسره شي او د هغې دقیقه نیټه به هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسون لخوا وټاکلې شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه