ناټو ځواكونو د يوې خبرپاڼي په خپرولو په افغانستان كي د خپلو دوو عسكرو د وژل كېدو خبر وركړ.
خبرپاڼه وايي دغه كسان د افغانستان په جنوب لوېديځه حوزه كي د سې شنبې په ورځ وژل سوي دي.
د ناټو قواوو د اصولو پر اساس د وژل سوو عسكرو هويت تر اوسه نه دئ معلوم او نه هم د هغوى د وژني علت په ډاګه سوى دئ.
ناټو په افغانستان كي له ۴۱ هيوادونو څخه ۵۵۰۰۰ عسكر لري، چي وايي په ۲۰۰۸ كال كي يې ۲۸۶ عسكر په دغه هيواد كي له لاسه وركړي دي، دا په داسي حال كي ده چي په ۲۰۰۷ كال كي د ناټو د مړو شمېره ۲۲۲ كسه په ګوته سوې وه.
په افغانستان كي مېشت د ناټو او ايتلاف ځواكونو د ۲۰۰۹ كال په اړه وختي لا خپله اندېښنه څرګنده كړې ده، چي تر بل هر وخت به يې په دغه هيواد كي د عسكرو د مرګ ژوبلي كچه لوړه وي.