د سوريې رئيس جمهور بشارالاسد وايي حكومت يې له امريكا سره خبرو ته تيار دئ.
د بشارالاسد دغه خبري په څرګنده د امريكا د نوي ولسمشر باراك اوباما هغه وړانديز ته غبرګون دئ، چي تېره اونۍ يې امريكايي ملت په وينا كي وويل، كه د امريكا هر مخالف هيواد وغواړي دوى به د دوستۍ لاس ور غځوي.
د ډبليو بوش حكومت سوريه په عربي نړۍ كي د امريكا تر ټولو ستر غليم ګاڼه، او د دواړو هيوادونو اړيكي له يو بل سره د دښمنۍ په معنى وې، خو تمه ده چي اوس به د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو يو نوى باب پرانيستل سي.
نړيوالو رسنيو د ښاغلي بشارالاسد په حواله خبر وركړئ چي نوموړى بې قيد او شرطه له امريكا سره خبرو ته تيار دئ.