کور / تازه خبرونه / د امريكا پر سفارت وسله وال بريد سوى

د امريكا پر سفارت وسله وال بريد سوى

د يمن په پلازمېنه صنعاء كي د امريكا پر سفارت وسله وال بريد سوى، چي په تور يې درې كسان نيول سوي دي.
پوليس وايي د امريكا د سفارت پر امنيتي پوسته نا معلومو وسله والو ټكان وكړل، خو د پېښي له ځايه څخه تر وتلو وروسته بيرته ونيول سول.
په دې پېښه كي چاته ځاني تاوان نه دئ رسېدلى، خو ياده سوې حمله پر داسي وخت كېږي چي د امريكا سفارت ته له مخكي لا د بريد ګواښ سوى وو.