د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د برطانیې د لیبرال دیموکرات ګوند د پخواني مشر لارډ اشډوان په حواله لیکلي دي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره هیڅ پلان نلري.
ورخباڼه د نوموړي له خلې وړاندې لیکي چې ددوې مشران په افغانستان کې پر جنګیالیو د بریالیتوب لپاره د یوې طرحې په جوړولو کې پاتې راغلي دي.
ورځپاڼې د هیرالډ ټربیون ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې اوباما باید ډیر ژر د افغانستان په اړه اقدام وکړي.
ورځپاڼې پخپله یوه تبصره کې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اړه په خپرو شویو رپورټو بحث کړې او پوښتلي دي چې ایا دا هر څه په رښتیا د یوه کس د اقتدار د دوام هڅې دي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند ته په اشارې د ژمې په سړو کې د هغوې شړل یو څرګند زور زیاتې بللې دې.
پخپله سرمقاله کې د افغانستان د راتلونکي کال په ملي بودیجې بحث کړې چې پرون د وزیرانو شورا ته وړاندې شوه او لیکلي دي چې دا بودیجه باید د هیواد د اړتیاو لومړیتوبونو او اقتصادي امکاناتو سره بشپړ سمون ولري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې له جهادي مشرانو سره د ولس مشر کرزي په وروستیو غونډو تبصره کړې او لیکلي دي چې سلا مشورې ښه دي خو پدې شرط چې ټول پخپلو ژمنو ودریږي.
د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغان ملي پوځ ته د زیاتو امکاناتو د ورکولو په اړتیا تبصره کړې او د ولس مشر کرزي هغه خبردارې يې هم څیړلې چې ویلي که چیرې امریکا افغان ځواکونو ته پام ونکړي نو له نورو هیوادونو نه به پدې برخه کې مرسته وغواړي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د ګوانتانامو د زندان د تړلو لپاره د امریکا د نوي حکومت پریکړې ته په اشارې د امریکا د مرستیال ولس مشر جوزیف بایډن په حواله لیکلي دي چې دې زندان د ترورستانو په وده کې مرسته کړې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکا د مرستیال ولس مشر جوزف بایډن په حواله لیکلي دي چې د امریکا ملت دې په افغانستان کې د امریکایانو د لا زیاتې قربانۍ لپاره ځانونه چمتو کړي.
ورخپاڼې بیا د برطانیې د دفاع د وزیر جان هاتون دا وینا راغستې چې د افغانستان جنګ یو سخت پړاو ته ننوتلې دې.
په ورځپاڼه کې د پاکستان د ملي عوامي ګوند د مشر اسفندیار ولي په حواله دا هم لیکل شویدي چې د شتو ټولو ستونزو د حل یوازنۍ لاره په تفاهم او خبرو کې ده.
په انګلیسي ژبه خپریدونکې دولتي ورخباڼې کابل ټایمز بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په شتو ستونزو تبصره کړې خو پوښتلې دي چې ددې ستونزو مسؤل څوک دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې د امریکا نوي ولس مشر بارک اوباما د کاناډا او برطانیې له مشرانو سره د افغانستان په روانې وضعې خبرې کړیدي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغان دولت د لویدیځ انتقادونه څیړلي او له ولس مشر نه يې غوښتې دي چې ددغو انتقادونو په وړاندې د احساساتي غبرګونونو پر ځاې د ستونزو د حل لپاره مټې راونغاړي.
ورځپاڼې په مشرانو جرګه کې د ولسوالیو د شورا د غړو د کار د دوام په اړه پورته شوې لانجې ته هم کتنه کړې او د د ولسي جرګې د ځینو غړو په حواله يې لیکلي دي چې ددوې د کار د دوام په اړه د ولس مشر کرزي حکم د قانون خلاف دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو تبصرې خبرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د ملي اردو پیاوړې کول او سمبالول یوه بیړنۍ اړتیا بللې ده.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د پاکستان خلک د افغاني ټلویزیوني چینلونو له خپرونو نه باید بې برخې نشي.
د پیمان نادولتي ورخپاڼې بیا دا اټکل کړې دې چې ولس مشر کرزي ښایي د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته له کاندیدو نه تیر شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان حکومت او لویدیځ ترمنځ د اوبو خړیدو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ایا د افغان واکمنانو بل انتخاب روسیه ده.
ورځپاڼې د همدې مسلې په اړه په یوه جلا تبصره کې لیکلي دي چې روسیې ته د افغانستان وړاندیز به څه ډول پایلې ولري.