په خوست کې يو ادبي بانډار، يوه فى البديهه مشاعره
يو وخت په خوست کې ادبي بانډارونه ښه په درز کې روان وو. په اونۍ کې به يو، دوه ځلې يا زموږ او يا د نورو يارانو په حجرو کې د خوست ځوان شاعران سره راټوليدل، پر ادبي بحثونوسربيره به يي فى البديهه مشاعرې هم کولې، خو که کوم ميلمه شاعر به د افغانستان له نورو سيمو يا پيښور څخه پيښه راوکړه بيا به نو هره شپه بانډار و. دشعرونو پر اورولو او ادبي خبرو اترو به چې ستړي شوو نو د فى البديهه مشاعرې لپاره به مو کړۍ (مطلع) واچوله او شاعرانو به د خپل خيال د ځواک په اندازه بيتونه ورواچول.
خوست کې استقلال ادبي ټولنه (٢٢/٣/١٣٧٦) چې جوړه شوه هغه هم د همغو ادبي بانډارونو برکت و.
که په بله وينا يي ووايو په خوست کې لومړنۍ ادبي ټولنه چې پاس مو ياده کړه د ادبي بانډارونو زيږنده ده.
خو نه پوهيږم چې د خوست شاعران ډير زيات بوخت شوي دي که کومه بله خبره ده ، د ادبي بانډارونو مزه يي نشته ،ان تر دې چې يو وخت خو يي روانې مشاعرې هم په ټپه دريدلې وې.
يوه ورځ ما او الوخيل صيب د خوست علمي او فرهنګي مرکز ميديوتيک کې د خوستيانو په اصطلاح جمع(خبرې) سره کولې په خبرو خبرو کې مو وپتيله چې بايد دخوست په علمي او فرهنګي مرکز کې د ځوانو شاعرانو اونيزه مشاعره پيل کړو، هغه وو چې له نن څخه اته اتيا اونۍ مخکې مو د سولې پيغام راډيو له لارې د مشاعرې اعلان وکړ او په سبا يي مشاعره پيل شوه.
په لومړۍ مشاعره کې پنځه ويشتو ، په دويمه مشاعره کې تر ديرشو او دامهال دا دى چې اته اتيا مشاعرې تر سره شويدي ، د هرې مشاعرې د ګډونوالو شميره له سلو نيولي تر يو سل او پنځوسو پورې رسيږي کله کله خو دا شميره تر دې هم زياته شي.
د خوست د ځوانو شاعرانو اونيزې مشاعرې د خوست پر ځوانانو ډير مثبت اغيز وشينده، تيت او پرک شاعران يې سره راټول کړل، پټ شاعران يي راڅرګند کړل، دځوانو شاعرانو خيالونه يي څانګې څانګې وغځول او يوه نوې ساه او يو نوې حرکت يي د دوې په فکرونو او ذهنونو کې په ټوپونو کړ. چې اوس يي نام خداى ( دشيطان غوږونه دې کاڼه وي) شعر ډير زيات مخ پر بره روان دى.
د ځوانو شاعرانو اونيزه مشاعره چې ثبت شوى جريان يي کټ مټ د سولې پيغام راډيو له لارې خپريږي زښت زيات مينه وال او اوريدونکي لري.
د خبرې د پړي سر به راکش کړم چې رالنډه شي، څو ورځې وړاندې په کابل کې د سولې ګډه مشاعره جوړه شوه چې د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته د پرتو سيمو ګڼو شاعرانو پکې ګډون کړې و.
ما ته له کابل څخه د مشاعرې سمبالوونکو دوستانو د ټليفون پر کرښه وويل: تاته مو لا د وخته بلنليک در استولى خو لس تنه ځوان خوستي شاعران به هم کابل ته در سره راولې چې د سولې په ګډه مشاعره کې ګډون وکړئ. دا چې له يوه لوري د خوست په پوهنتون او ټولو ښونځيو کې ازموينې روانې وې زياتره ځوان شاعران په ازموينو کې بوخت وو، له بله پلوه دا خبر داسې مهال راکړل شو چې پر سبا يي موږ بايد د کابل پر لوري روان شوي واى.
د شپې مې ډيرو ځوانو شاعرانو ته تليفونونه وکړل چاته به چې ټليفون نه تيريده بل چاته به مې يي د خبريدو دنده وسپارله. خولنډه په لنډو يې دا چې ډير تکړه او هڅاند شاعران په لاس راغلل او د کابل پر لور د سولې په ګډه مشاعره کې د ګډون په نيت روان شوو. په دوو سراچه موټرونو کې وو ، زه چې په کوم موټر کې وم شمس الله خوستى ، ميرعلي ملنګ، خيال حيدرخيل او عبدالرحمن منصور راسره وو په موټر کې مو د ادبياتو پر بيلا بيلو اړخونو خورې ورې خبرې کولې ، هر چا د خپلې پوهې او تجربې په اندازه نظرونه وړاندې کول. په خبرو خبرو کې مو نا څا په فى البديهه مشاعرې ته ور فکر شو.
فى البديهه مشاعره د ځدراڼو د سيد خيلو له سيمې نه، ګرديز ته نږدې تر غلګۍ سيمې پورې روانه وه. په غلګۍ کې د ماښام لمانځه لپاره تم شوو، هغه بل سراچه موټر هم راورسيد . په هغه کې جلال حقيقت ځدراڼ ، شريف جان مينه وال ، کريم مظلوم، نظرمحمد خاورې او اميرلله ثاقب وو. هلته په غلګۍ کې مو لږې ټوکې ټکالې سره وکړې چې پوښتنه مو ترې وکړه دوى ټوله لاره په ټوکو او خندا رالنډه کړې وه. خو د غلګۍ نه وروسته دوې هم فى البديهه مشاعره سره جوړه کړه.
د سولې په کډه مشاعره کې له ګډون وروسته چې بيرته خوست ته راوګرځيدو، يوه ورځ دخوست په علمي او فرهنګي مرکز کې سره راټول شوو . پر دې مو خبرې سره وکړې او هر يوه خپل نظر وړاندې کړ چې څه ډول به وکړاى شو ، په خوست کې ادبي کلتوري هڅې اغيزمنې اولا پراخې شي.