د ناټو سازمان عمومي منشي ياپ دي هاپ شيفر وايي نړيواله ټولنه دي پر اېران فشار واچوي چي په افغانستان كي سولي ته ژمن سي.
نوموړي وويل اېران په سيمه كي غټ لوبغاړى دئ چي د افغانستان په سياسي ثبات كي پراخه ونډه اخيستلاى سي.
ښاغلي شيفر كه څه هم په افغانستان كي د اېران د لاسوهني په باب څه ونه ويل، خو ايتلافي ځواكونو تر دې مخكي اېران د افغان حكومت له وسله والو مخالفينو سره په مرستو تورن كړى دئ.
همدا راز د حكومت اپوزيسون ډله (متحده جبه) چي پخواني كمونستان او جهادي مشران پكښي راغونډ سوي دي، او د ولسمشر كرزي مرستيال ضياء مسعود يې هم غړى دئ، د اېران له ملاتړ څخه برخمنه ده.