کور / تازه خبرونه / په يو لك افغانو ميندو كي ۱۶۰۰ د لنګون پر وخت مري

په يو لك افغانو ميندو كي ۱۶۰۰ د لنګون پر وخت مري

د ملګرو ملتونو له خوا يو خپور سوى راپور وايي په هرو سلو زور افغانو ميندو كي ۱۶۰۰ تنې د لنګون پر وخت مري.
دغه راپور چي د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر له خوا په كابل كي خپور سوى، وايي راپور يې د افغانستان د روغتيا وزارت او روغتيا د نړيوال سازمان د رسمي ارقامو پر بنسټ چمتو كړى دئ.
په راپور كي د افغان مېرمنو پر ژوند سخته اندېښنه څرګنده سوې ده او د دې لامل يې په ليري پرتو سيمو كي جنګ او د روغتيايي اسانتياوو، ډاكټرانو او كلينيكونو نستوالى په ګوته كړى دئ.